تازه خبرونه
په کابل کې ځانمرګي ۱۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي، چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د بختیار کلا په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کابل پولیسو اعلان کړی، چې نن مازیګر (دوشنبه د وږي دولسمه) په یوه ځانمرګي برید کې د یوې ښځې په ګډون ۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي، چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د بختیار کلا په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې يوه کس تن پر ځان تړلیو چاودېدونکيو توکو ته اودنه ورکړه.
د کابل پولیسو ویاند زیاته کړې؛ د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.
ځدراڼ وایي، چې د دې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
