تازه خبرونه

په کابل کې څلور انسان تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې ځانګړیو ځواکونو یې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې د کارته نو په اړوند سیمه کې له سړي تښتوونکیو څخه د یوه هېوادوال د ژغورلو لپاره، چې څو ورځې مخکې تښتول شوی و؛ د ژغورنې عملیات تر سره کړي دي.

د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ د ژغورنې دغه عملیات د سې شنبې پر شپه یوه نيمه بجه پیل شول، چې نږدې د شپې تر ۲ بجو او ۱۵ دقيقو روان و.

نوموړي زیاته کړې؛ په دغو عملياتو کې سړي تښتوونکیو له امنيتي ځواکونو سره وسله‌واله نښته کړې، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۴ غړي وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې له بده مرغه تښتول شوی هېوادوال په داسې حال کې تر لاسه شوی، چې انسان تښتوونکیو پر شهادت رسولی و.

Trending

Exit mobile version