تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې اته کسان ټپیان کړل
(Last Updated On: لړم ۱۱, ۱۴۰۱)
نن سهار د لړم ۱۱ شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د پېنځمې ناحیې اړوند د کارتې مامورینو په اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړ شو.
دغه چاودنه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکیو د سپرلۍ پر موټر رامنځته شوې ده.
د کابل د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ رسنيو ته ويلي، چې په دې چاودنه کې اته کسان ټپيان شوي دي. ځدراڼ زياته کړې، چې ټپيان د پېښې سيمې ته نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. نوموړي د چاودنې لامل د سړک غاړې ماین وښود.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نده اخیستې.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستۍ پېښه کې داعش وسلوالو تېره پنجشنبه په هرات کې د ملي دفاع وزارت د کارکوونکیو پر لېږدوونکي بس برید وکړ، چې له کبله یې پېنځه کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شول.
داعش د برید پړه منلې وه.