تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ تائید کړه، چې نن شنبه له غرمې وروسته څه نا څه درې نیمې بجې د زمري پېنځلسمه د کابل ښار د پل سوخته په سیمه کې د چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نده اخیستې؛ خو یوه ورځ مخکې د کابل په سرکاریز سیمه کې یوې بلې چاودنې ۲۶ وېرجنو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې وه، چې پړه یې داعش منلې ده.

اسلامي امارت دغه برید پر کلکو ټکو غندلی او دا یې یو ناځوانه عمل نومولی دی.

دا چاودنه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د کابل ښار د کارتې سخي په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د داعش څلور غړي ووژل شول او یو بل ژوندی ونیول شو.

په دې عملیاتو کې د یوې ښځینه پولیسې په ګډون دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version