سوداگري
په کابل کې یو شمېرمتشبثو میرمنو خپل اقتصادي فعالیتونه بیا پیل کړل
نن پنجشنبه د ( چنګاښ ۲۳ ) یو شمېر سوداګرو ښځو د کابل په نوي ښار کې د خصوصي سکتور په همکارۍ د میرمنو لپاره یو ځانګړی مارکیټ پرانیست، چې د اسلامي امارت سکتوري وزارتونو هم ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د دغو میرمنو د څرګندونو له مخې؛ په دې مارکیټ کې ډېرې سوداګرزې هڅې د افغان متشبثو میرمنو لخوا تر سره کیږي او تر ډېره بریده په کې د میرمنو جامې او لاسي صنایعو کارونه هم تر سره کیږي.
دا متشبثې میرمني څرګندوي؛ په دې مارکیټ کې ټولي میرمني کار کوي او هیله منې دي، چې اقتصادي فعالیتونه به یې نور هم پراخه شي؛ ځکه، چې تر اوسه د اقتصادي هڅو پر وړاندې هیڅ ستونزه وجود نلري.
متشبثه مرحبه محمدي وایي: مونږه اوس دلته کار پیل کړی؛ ټولي میرمني یوو کومه ستونزه نشته او هیله لرو، چې په راتلو نکي کې به مو اقتصادي فعالیتونه نور هم پراخ شي.
متشبثه صحابه وایي: زمونږ ښوونځي وتړل شول؛ نوره چاره نه وه دلته مې له مور سره خامک پیل کړ، چې خپلي کورني سره د اقتصاد په برخه کې همکاري وکړم.
یوه بله متشبثه میرمن شاکره شمس وایي: مونږ مخکي هیڅ هیله نه درلوده؛ خو اوس ګورو، چې ټولې میرمني په آرا مه فضا کې کار کوي او هیله لرو، چې په راتلو نکي کې به نور هم زمونږ کارونه پراخه شي.
د دې مارکیټ مشره، چې یوه میرمن ده وايي؛ ور سره په لسګونه میرمني د لته کار کوي او بریالي شوو، چې د سوداګرۍ وزارت په ګډون د ټولو سکتوري وزارتونو په همکارۍ او همغږې دا ښځینه مارکیت پرانیزو.
د متشبثو میرمنو د ټولني مشره نفیسه دانش وایي: ما د افغانستان اسلامي امارت د کرني، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو له مسوولینو سره په مشوره خپل فعالیت پیل کړ او موخه مو ترې د میرمنو اقتصادي ځواکمنتیا ده. هیله لرو، چې دا بهیر به نور هم وده او پراختیا ومومي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي؛ د میرمنو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا ترڅنګ د کوچنیو تشبثاتو فعالیدل کولی شي په هېواد کې د بی کارۍ کچه راټیټه کړي؛ ځکه، چې د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو پراختیا د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خپل بشپړ اغېز لري.
