تازه خبرونه
په کابل کې ۳۶ سیمې پر ماینونو ککړې پاتې دي – اسلامي امارت
په کابل کې د بریتانیا د ماین پاکۍ موسسې هلو تراست مشر د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې د ماین پاکۍ په اړه پر همکاریو خبرې وکړې.
نن سهار (شنبه د چنګاښ ۲۴ نېټه) د افغانستان اسلامي امارت له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر محمد عباس اخوند د ماین پاکۍ نړیوالو خدمتونو د هلو تراست انستیتوت له اجرائیوي رییس جیمز کوان سره په لیدنه کې د جګړو له کبله د پاتې ماینونو د پاکولو غوښتنه وکړه.
جیمز کوان دا هم ویلي، چې دوی اوس په ټول افغانستان کې پرته له کومې امنیتي ستونزو او نورو خنډونو د ماین پاکۍ چارې پرمخ وړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت د ماین پاکۍ د همغږۍ مشر نورالدین رستمخېل هم ویلي، چې په کابل کې پر ماینونو او ناچاودېدونکیو مهماتو ۳۶ ککړې سیمې پر نښه شوې دي.
د اسلامي امارت دغه چارواکي په پلازمېنه کابل کې د وګړیو د تراکم له مخې ماین پاکۍ ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی دی.
د ملي سروې، زیان منونکیو او پر ماین ککړو سیمو په پروژه کې، چې له دې وړاندې په ټول هېواد کې پیل شوې وه؛ لومړی او دوهیم پړاوونه یې بشپړ شوي او درېیم پړاو یې د بودجې د نشتوالي له کبله نیمايي پاتې دی او اسلامي امارت په همدې برخه کې له هلوتراست انستیتیوت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې دواړو خواوو د ماين پاکولو او ناچاودېدونکیو توکو د له منځه وړلو لپاره د نړۍ او اړوندو مقاماتو د پاملرنې او له خلکو سره د مرستو په برابرولو کې د لا زياتو همکاريو او دوه اړخيزو مرستو ژمنه وکړه.