Connect with us

تازه خبرونه

په کاپیسا کې له روانو نښتو ۱۶ وسلوال طالبان وژل شوي

خپور شوی

د

امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ګړیو له نښتو ۲۷ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله رامنځته شوې ده.

د کاپیسا پولیسو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د چارشنبې له مازیګره تر دې دمه د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښتې روانې دي، چې تر اوسه ۱۶ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.  

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وایي، چې په دې جګړه کې د تګاب ۶ کلي له وسلوالو طالبانو پاک شوي، یو ځمکنی تونل یې ویجاړ شوی او امنیتي ځواکونو ته زیان ندی اوښتی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولایت تګاب ولسوالۍ اوسیدونکي له تېرو څو ورځو راپدیخوا د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ له نښتو اندېښمن شوي دي.

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره مرستې ته چمتووالی لرو- روسیه

کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلام‌‌آباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نه‌شو.

Published

on

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو چمتو دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دواړو خواوو پر غوښتنه؛ مرسته وکړي.

کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلام‌‌آباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نه‌شو.

هغه زیاته کړې، ټولو ګډونوالو له دواړو خواوو پرته له استثنا غوښتي، چې د یو بل پر وړاندې له پوځي اقدامه ډډه وکړي؛ ځکه، چې په داسې شخړو کې تر ټولو مخکې ملکي وګړي زیانمن کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د لیدني پر مهال د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمه‌ییزو بدلونونو خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

مجاهد د جرمونو نړیوالې محکمې دریځ رد کړ؛ «افغانستان دا بنسټ پر رسمیت نه‌پېژني»

د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده، د افغانستان د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیب‌الله آغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د اعلامیې په غبرګون کې د دغې محکمې دریځ غندلی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده، د افغانستان د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیب‌الله آغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

دغې محکمې دغه څلور چارواکي پر ښځو او نجونو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې پر تور تورن کړي دي.

مجاهد ویلي، افغانستان د جرمونو نړیواله محکمه پر رسمیت نه‌پېژني او د دغې محکمې دریځونو ته ارزښت هم نه‌ورکوي.

هغه زیاته کړې:« د اسلامي امارت مشرانو؛ الحمدلله داسې هېڅ کار نه‌دی کړی، چې د کومې محکمې له‌خوا د نیول کېدو یا سزا وړ وګرځي.»

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د اسلامي شریعت او د هغه د محکمو د احکامو تابع دی؛ نه د هغو بنسټونو او محکمو، چې نوموړي« استخباراتي بنسټونه او تش پر نوم محکمې» بللي دي.

مجاهد له دغو بنسټونو غوښتي، چې د خپل حیثیت او اعتبار د ساتلو لپاره دې له خپلو صلاحیتونو او واکونو پورته ادعاوې نه‌کوي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د شیخ هبة‌الله آخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه تېر کال په جولای او سپټمبر کې صادر شوي وه. په داسې حال کې، چې د حبیب‌الله آغا او ندا محمد ندیم د نیولو اسناد د دوشنبې پر ورځ مهر شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او لاوروف د کابل او مسکو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، امیرخان متقي د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي همغږۍ پر پیاوړتیا او په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهالو همکاریو پراختیا ته ارزښت ورکوي.

Published

on

Last Updated on: تله ۱۴, ۱۴۰۵

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمه‌ییزو بدلونونو خبرې کړې دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، امیرخان متقي د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي همغږۍ پر پیاوړتیا او په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهالو همکاریو پراختیا ته ارزښت ورکوي.

لاوروف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي سلا مشورو پر دوام ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د روسیې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

دواړو لوریو د سیمه‌ییز ثبات، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د امنیت د ټینګښت په اړه هم خبرې کړې دي.

دغه راز کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلام‌‌آباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نه‌شو.

هغه زیاته کړې، ټولو ګډونوالو له دواړو خواوو پرته له استثنا غوښتي، چې د یو بل پر وړاندې له پوځي اقدامه ډډه وکړي؛ ځکه، چې په داسې شخړو کې تر ټولو مخکې ملکي وګړي زیانمن کیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!