تازه خبرونه
په کاپیسا کې له روانو نښتو ۱۶ وسلوال طالبان وژل شوي
امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ګړیو له نښتو ۲۷ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله رامنځته شوې ده.
د کاپیسا پولیسو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د چارشنبې له مازیګره تر دې دمه د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښتې روانې دي، چې تر اوسه ۱۶ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وایي، چې په دې جګړه کې د تګاب ۶ کلي له وسلوالو طالبانو پاک شوي، یو ځمکنی تونل یې ویجاړ شوی او امنیتي ځواکونو ته زیان ندی اوښتی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولایت تګاب ولسوالۍ اوسیدونکي له تېرو څو ورځو راپدیخوا د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ له نښتو اندېښمن شوي دي.
