تازه خبرونه

په کندهار او غزني کې ۱۸ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۳۹۹)

امنیتي ځواکونو ویلي، چې له یو لړ نښتو څخه په کندهار کې ۱۳ او په غزني کې ۷ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله رامنځته شوې ده.

د کندهارامنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي؛ تېره شپه د معروف ولسوالۍ د نادرخان په اړوند سیمه کي طالب وسلوالو پر افغان امنیتي ځواکونو برید کړي، چي د دواړو لوریو په مخامخ جګړه کي پېنځه وسلوال طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

نوموړيزیاته کړې؛ که څه هم وسلوالو پر بشپړ ځواک برید وکړ؛ خو امنیتي ځواکونو دغه برید پر شاه تمبولی او یاده مرګ و ژوبله یې ورته اړولې ده.

بارکزي ویلي، چې په دې جګړه کي امنیتي ځواکونو ته ځاني زیان ندی اوښتی.

دغه راز د ۲۰۳ تندر قول اردو په اعلاميه کې هم راغلي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د دې ولايت د ديک ولسوالۍ په تاسن او مرکز اړوند ټانګ تېل سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريد کړی دی.

د یاد قول اردو د څرګندونو له مخې؛ له رامنځته شوې نښتې ۴ طالبان وژل شوي او دری نور ټپيان دي.

طالبانو تر اوسه د دغو دواړو برید له اوښتې مرګ و ژوبلي څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له امنیتي ځواکونو سره د طالبانو نښتې او پر امنیتي پوستو بریدونو د اړوند سیمو د خلکو اندېښنې هم راپارولي دي.

Trending

Exit mobile version