تازه خبرونه
په کندهار ولایت کې د ټیټ کیفیت تېلو د پلور له کبله درې شرکتونه وتړل شول
(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۲)
د افغانستان د ستندرد ملي ادارې په کندهار ولایت کې د ټیټ کیفیت تېلو د پلور له کبله د تېلو د درې واردوونکیو شرکتونو فعالیت ودراوه.
د افغانستان ستندرد ملي ادارې مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې، چې د سې شنبې پر ورځ ( د غویی ۲۶ ) په کندهار کې د بې کیفیته تېلو د پلور له کبله د عظم، طاهر نوري او ثاني نورزي شرکتونو فعالیتونه له کیفیت ارزونې وروسته منفي اعلان شول.
د ملي ستندرد ادارې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا په دغه ولایت کې د تېلو تانکونه څاري او د ځینو د فعالیتونو مخه یې نیولې ده.