تازه خبرونه

په کندهار ولایت کې پر جنګي جنایتونو د طالبانو تورنېدل

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۲, ۱۴۰۰)

په افغانستان کې د امریکا او بریټانیا سفارتونو ویلي، چې کېدی شي طالبانو له ملکي وګړیو څخه د غچ اخیستنې پر مهال جنګي جنایتونه تر سره کړي وي.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین رویټرز ته دغه تورونه رد کړی او څرګندوي، چې د متحده ایالاتو او برتانیا سفارت ټویټونه بې بنسټه تورونه دي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې طالبان د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د لسګونه ملکي وګړیو پر وژلو تورن کړي دي.

دغه راز په کابل کې د بریتانیا سفارت هم ورته ټویټ کړی او څرګندوي، چې دا وژنې جنګي جنایت هم ګڼل کیدی شي.

دغو سفارتونو ویلي، چې تر سره شوې وژنې باید وڅېړل شي او طالب جنګیالي یا مسوول قومندانان باید حساب ورکوونکي اوسي.

دغو بنسټونو په یوه بل ټویټ کې څرګنده کړې: د طالبانو مشرتابه باید د خپلو جنګیالیو د جرمونو په اړه حساب ورکړي. که تاسې اوس نشئ کولی خپل جنګیالي اداره کړئ؛ نو بیا د حکومتدارۍ په اړه به څه وکړئ.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د راپور له مخې؛ طالبانو په کندهار ولایت کې د ملکي وګړیو په وژلو او د هغوی د کورونو پر ویجاړولو غچ اخیستونکې وژنې کړې، چې له ملي او نړیوالو قوانینو سرغړونه ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version