سیمه ییز خبرونه

په کندهار پوهنتون کي د ۱۴ میلیون دالرو په ارزښت د بیارغوني کارونه روان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دې پوهنتون چارواکي وايي، په دغو رغنیزو پروژه کي د پوهنڅیو د ودانیو تر څنگ عصري کتابخانه او مرکزي لابراتوار ودانۍ هم شاملي دي

د کندهار پوهنتون، چي د افغانستان له لویو پوهنتونو څخه شمېرل کیږي، دا مهال په کی په زیاته کچه د رغنیزو پروژو کار روان دی.

د دې پوهنتون رییس داکتر حضرت میر توتاخېل وايي:

د معنوي او علمي برخي تر څنگ کندهار پوهنتون په تخنیکي برخه کي هم مهمي لاس ته راوړني لرو.

نوموړی زیاتوي، په تېرو کلونو کي مو په هره برخه کي زیات پرمختگونه کړي او د پوهنتون د کارونو د چټکتیا په موخه ۳۲،۸ دوه دیرش اعشاري اته میلیون امریکايې دالر لگولي ،چي د برښنا ، د څښلو د اوبو،د ودانیو د جوړوني په برخه کي د استادانو او محصلینو ستونزي پرې حل شوې دي.

باید وویل شي، چي کندهار پوهنتون ۲۴ کاله وړاندي په فعالیت پیل کړي، دا پوهنتون اوس ۱۱ پوهنڅۍ او ۴۸ تحصیلي څانگي او شاوخوا ۸۰۰۰ محصلین لري، چې د ۲۵۰ تنو استادانو لخوا زدکړي ورکول کیږي.

Trending

Exit mobile version