Connect with us

تازه خبرونه

په کندهار کې خټکيو او هندواڼو ښه حاصلات کړي دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-08-13-18h10m32s240

د کندهار ولايت ميوو، خټکيو او هندواڼو سږ کال ښه حاصل ورکړی دی خو د دې ولايت کروندګر د بازار د نشتوالي له ستونزو سرټکوي.

ددې ولايت کروندګر وايي سږ کال دنورو کلونو په پرتله د ټولو مېوو حاصلات ښه دي، خو دمناسب بازار د نشتوالی له کبله په کې زيان کوي.

ددوی په خبره چېله ګاونډيو هېوادونو سره په ګمرکي تعرفو کېيې دمالياتو زياتوالي عايد کم کړی دی.

د کندهار تازه مېوه چې نړيوال شهرت لري او سږني حاصلات يې هم ښه دي خو بهر ته يې صادرول ګران شوي دي. تر انګورو وروسته خټکيو او هندواڼو هم د ښار واټونه پر سر اخستي دي او په خورا ټيټه بيه پلورل کېږي.

کرونده ګر وايې سږ کال يېدنورو توليداتو تر څنګ خټکيواو هندواڼو ډېر ښه حلاصلات ورکړي دي خو د پاکستان له لوري دوى ته اجازه نه ورکول کېږي چي په مناسب وخت يي صادر کړي.دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چي په دې برخه کې يې شته ستونزېاوارې کړي.

سوداګر د ترانسپورټ نه اسانتياوې، د سړو خونو نشتوالی او د دولت نه پاملرنه هغه ستونزې يادوي چې دلته يې د تازه ميوې بازار وران کړی دی. د کندهار د سوداګرۍ خونې رييس نصرالله زهير هم د محصول لوړېدل لويه ستونزه بولي او پر پاکستان غږ کوي چي محصول ټيټ کړي څو دواړه هېوادونه ګډه سوداګري وکړي. ددوی په وينا چې که د سوداګرۍ حالت په همدې ډول روان وي نو سږ کال به دوی ته په ميليونونو ډالره زيانونونه واوړي.

دغه سوداګر وايي که يې دغه ستونزې حل نه شي دوی به اړ شي چې له دې هېواد سره خپلې سوداګريزې اړيکې په بشپړ ډول پرې کړي.

خبريال: بريالی رحيمي

Advertisement

تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک د نوي راپور له مخې؛ په دغه هېواد کې د کوکنارو پر کښت له بندیز سره کروندګرو یو اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر عاید له لاسه ورکړي، چې د ناخالصو تولیداتو نږدې ۸ سلنه جوړوي.

دغه بنسټ ویلي، چې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان ناخالص کورنی تولید ۲۶ سلنه کم شوی، چې ورسره د دغه هېواد اقتصادي راتلونکې ناڅرګند شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې په خصوصي سکټور کې جوړښتي نیمګړتیاوو او د نړیوالو مرستو کموالي په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ مخه نیولې ده.

نړیوال بانک ویلي، چې د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او ۱۵ میلیون وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د نړیوال بانک د افغانستان څانګې مشرې میلنډا ګوډ ویلي؛ د یوه باثباته راتلونکي افغانستان لپاره باید پر جنسیتي ناوړه پالیسۍ، په روغتیایي او تعلیمي برخو کې پانګونې او د کرنې او کانونو په سکټورونو کې د فرصتونو رامنځته کولو راوڅرخیږي.

نړیوال بانک وایي؛ د افغانستان د سوداګرۍ د کسر زیاتوالی د دغه هېواد د اقتصاد لپاره بله ننګونه ده. د دغه بانک د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان واردات ۲۳ سلنه یا ۷ اعشاریه ۸ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د خپل پلاوي له ګډون خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د غویي شپالسمه څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت یوه پلاوي د ګمبیا هېواد د پلازمېنې بانجول پر کوربتوب د اسلامي همکاریو ټولنې په نننۍ ناسته کې ګډون کړی دی.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو ټولنې د مشرانو پېنځلسمه دوه ورځنۍ غونډه پرون (شنبه د غویی پېنځلسمه) پیل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د دې وزارت د نړیوالو ټولنو د څانګې ویاند او رییس د اسلامي امارت پر استازیتوب ګډون کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت پلاوی به په عمومي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو ټولنې له لوړ پوړیو چارواکو او د دې ټولنې د غړیو هېوادونو له استازو سره هم وګوري او په بېلابېلو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت له اسرائیلو سره د ترکیې د سوداګرۍ له ځنډولو هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د ترکیې له هغې هڅې هرکلی وکړ، چې له اسرائیلو سره یې سوداګري ودروله.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن یکشنبه ( د غویی شپالسمه) د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د سفارت له چارسمبالي جنک اونال سره په کتنه کې د اسرائیلو پر وړاندې د انقرې له وروستۍ هڅې ستاینه وکړه.

په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان د وروستیو مثبتو پرمختګونو او هېواد ته د سیاسي او اقتصادي پلاویو پر سفرونو هم خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز د لاجورد له لارې له ترکیې سره د افغانستان د سوداګرۍ د پیل او د دغو دواړو هېوادونو د ګډو نندارتونونو پر پرانیستلو هم خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د ترکیې سفارت چارسمبالي ویلي؛ هېواد یې په افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو خوښ دی او څرګندوي، چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره باید ګډې هڅې وشي.

هغه زیاته کړې، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به ترکش ایرلاین کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!