تازه خبرونه

په کندهار کې د اسلامي امارت د مشرتابه پر مشرۍ د کابینې لومړنۍ غونډه ترسره شوه

Published

on

په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د مشرتابه پر مشرۍ د کابینې لومړنۍ درې ورځنۍ غونډه جوړه او تر سره شوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ کړی، چې د  ۱۴۴۳ سپوږمیز هجري کال د شعبان المعظم پر ۱۶ نېټه د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده پر مشرۍ د کابینې په ناسته کې  د بېلابېلو ادارو او بنسټونو د کارونو، د اسلامي امارت د پیاوړتیا او ځواکمنتیا، د نظم او دسپلین د ټینګېدو او د ستونزو د حل لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په غونډه کې د اسلامي امارت لومړي وزیر، د لومړي وزیر مرستیالانو، د دفاع، کورنیو چارو، اوقافو، اقتصاد، مالیې، عدلیې، ټولګټو، امربالمعروف او نهی عن المنکر، د کلیو پراختیتا، مخابراتو، کار او ټولنیزو چارو، لوړو زدکړو، پوهنې، کانونو او پترولیم، کرنې، عامې روغتیا، سوداګرۍ او هوانوردۍ وزارتونو چارسمبالو، د سترې محکمې قاضي القضات، د استخباراتو، علومو اکاډمۍ، د چارو ادارې او احصائې محترمو مشرانو، د افغانستان بانک او سرې میاشتې مشرانو، کابل ښاروال او دغه راز  د اسلامي امارت ویاند او نورو مسوولینو ګډون کړی و.

دغه راز ویل کیږي، چې د غونډې په بهیر کې د اسلامي امارت د ادارو پر قوانینو، اجرائاتو، له خلکو سره پر تعامل او اړیکو، اقتصادي ستونزو ته د اساسي حل لارو پیداکولو، د اسلامي امارت د ټولو مجاهدینو د را ټولولو او په امنیتي ادارو کې د  استخدام  او تنظیم کولو او په ټوله کې په ټولو دولتي چارو کې د ښه  پرمختګ لپاره لازمې سپارښتنې وشوې او په اړه یې مهم تصامیم ونیول شول.

دغه راز د مشرتابه لخوا په هېواد کې د اسلامي شریعت د ښه پلي کیدو په اړه اړوند ارګانونو ته ځانګړې لارښوونې وشوې، چې  په نتیجه کې به یې  اسلامي احکام په منظم او ښه ډول په ټولنه کې پلي کیږي او ټول افغانان به د اسلامي احکامو تر چتر لاندې له آرام او سوکاله ژوند برخمن شي.

په دې غونډه کې د لومړي وزیر مرستیال ملا برادراخند پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجلب کړي؛ د برښنا د تولید، سړکونو جوړولو او د کانونو په سمه توګه استخراج ته لار اواره شي او د ټولو سترو او کوچنیو اقتصادي پروژو او برنامو لپار تر وسه وسه سهولتونه رامنځته کړي.

همدا رنګه د لومړي وزیر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر مشرۍ ادارې کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د اداري سیسټمونو د اصلاح او په مالي او نورو برخو کې د کاغذپرانۍ او ستونزو د لرې کولو لپاره لازم ګامونه واخلي او بیا یې د مشرتابه له مقام سره شریک کړي.

دغه راز  د اسلامي امارت د مشرتابه تر مشرۍ لاندې په دې غونډه کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د را ټولولو او د هغوی د غوره درملنې او په هېواد کې د نشه یي توکو د پېر او پلور د مخنیوي او د یو لړ نورو مهمو چارو په اړه هم لازمې سپارښتنې وشوې.

په دې غونډه کې د مشرتابه لخوا د دولتي وسلو، موټرو او نورو توکو د ساتنې او له بیت المال سره د ډېرې پاملرنې په اړه ټولو وزیرانو، مسوولینو او اړوند ادارو ته اړین هدایات وړاندې شول.

د اسلامي امارت مشرتابه په دې اړه ویلي: که وس او توان یې وشي فرد- فرد افغان ښځې او نرینه ته به معاشونه وټاکي؛ ځکه د خپل بیچاره ولس ستونزې او سختۍ درک کوي، خو تر اوسه د اسلامي امارت اقتصاد کمزوری دی. ولس باید له خپل نظام سره مرسته وکړي، د زکاتونو او عشر په راټولیدا او پخپل ځای مصرولو کې هڅه وشي، امارتي ارګانونه دې له اصراف او ډېر لګښت څخه ځانونه وساتي.

له دې مخکې ویل شوي وه، چې دا غونډه به له نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو او د کابینې پر بدلون  راوڅرخي؛ خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابینه کې د بدلون راپورونه رد کړل.

Trending

Exit mobile version