Connect with us

تازه خبرونه

په کندهار کې د امنيې، عبور او مرور شُرطې ځواکونو ته یو ورځنی سمینار ورکړ شو

د کندهار والي له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې د ولس امنیت خوندي وساتي، د تلاشیو چارې د اصولو له مخې پرمخ یوسي او له خلکو سره نیک چلند وکړي.

خپور شوی

د

د کندهار ولایت مقام ویلي، چې د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده د لارښوونې له مخې؛ د دې ولایت د امنيې، عبور او مرور  شاوخوا ۸۰۰ شُرطې  ځواکونو(د ټرافیکو پولیس یا د تګ راتګ د نظم ساتونکي ځواکونه) ته یوورځنی سمینار ورکړ شو.

دا سمینار تېره ورځ د اسلامي امارت د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي او د ارشاد، حج او اوقاف وزیر مولوي نورمحمد ثاقب په کې ګډون ترسره شوی دی.

په دې سمینار کې د پلټنې د اصولو او کړنلارې پر ښوونې سربېره ګډونوالو ته د مسوولیتونو د سم ترسره کولو، له ولس سره د ښه چلند، د عدالت د رعایت، د شریعت د پیروۍ، د ځواکونو ترمنځ د یووالي د ساتلو، د امربالمعروف او نهی عن المنکر له محتسبینو سره د همکارۍ، له اختلافاتو او ځینو ناپسندو کړنو څخه د ډډه کولو په اړه هم سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

د کندهار والي محمدشیرین آخوند ګډونوالو ته ویلي، د اسلامي نظام د بریا راز په اطاعت، اتفاق او یوې رهبرۍ کې دی او له ځواکونو یې غوښتي، چې د ولس امنیت خوندي وساتي او خپلې دندې د اصولو له مخې ترسره کړي.

هغه د اسلامي نظام د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د اسلامي نظام د بریا راز په یوه رهبرۍ، اطاعت او یووالي کې نغښتی دی. نوموړي له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې د رهبرۍ د اطاعت او یووالي اصل ته پاملرنه وکړي، له مسوولینو سره همغږي ولري او خپلې دندې په ګډ کار او همغږۍ ترسره کړي.

د کندهار والي له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې د ولس امنیت خوندي وساتي، د تلاشیو چارې د اصولو له مخې پرمخ یوسي او له خلکو سره نیک چلند وکړي.

تازه خبرونه

د پاکستان هوايي بریدونو د ملکي مرګ‌ او ژوبلې په اړه اندېښنې زیاتې کړي – د بشري حقونو څار بنسټ

دغه بنسټ زیاته کړې، د یوناما د شمېرو له مخې د جون پر نهه‌ویشتمه د پاکستان په هوايي بریدونو کې د افغانستان په درې ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان او ۴۹ نور، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي؛ ټپیان شوي دي.

Published

on

د بشري حقونو څار بنسټ د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د راپورونو پر بنسټ ویلي، چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو د ملکي وګړو د مرګ او ‌ژوبلې د زیاتېدا او د جګړې د نړیوالو قوانینو د احتمالي نقض په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، د یوناما د شمېرو له مخې د جون پر نهه‌ویشتمه د پاکستان په هوايي بریدونو کې د افغانستان په درې ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان او ۴۹ نور، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي؛ ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو څار بنسټ زیاته کړې، چې پاکستاني چارواکو ویلي؛ د دغو بریدونو هدف هغه وسله‌وال ول، چې په کراچۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د وروستیو بریدونو مسوول بلل شوي؛ خو نور جزئیات یې نه‌دي ورکړي. اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړې دي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې د پاکستانيو بریدونو له کبله له ۷۵۰ څخه ډېر افغان ملکي وګړي شهیدان یا ټپیان شوي، چې ډېری یې په ختیځ او سویل افغانستان کې د هوايي بریدونو قربانیان دي.

د بشري حقونو څار بنسټ ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو مرګ او ‌ژوبله په یوازې ځان د جګړې د قوانینو د نقض ثبوت نه‌ګڼل کېږي؛ خو د قربانیانو د شمېر زیاتوالی د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د خپلواکو او بې‌طرفه څېړنو اړتیا پیاوړې کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې ونومول شوه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ویلي، رباب فاطمه د روزا اوتونبایوا ځای ناستې ده او په ملکي خدمتونو او ډیپلوماسۍ کې له ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري.

Published

on

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د چارشنبې پر ورځ بنګلدېشۍ ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره خپله نوې ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) مشره وټاکله.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ویلي، رباب فاطمه د روزا اوتونبایوا ځای ناستې ده او په ملکي خدمتونو او ډیپلوماسۍ کې له ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړې اوس‌مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د لږو پرمختللو، د وچو او کوچنیو ټاپوییزو هېوادونو لپاره د دې ټولنې د لوړې استازې په توګه دنده ترسره کوي.

رباب فاطمه له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ز.کال پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د بنګلدېش د دایمي استازې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ملګرو ملتونو تر اوسه افغانستان کې د نوموړې د ماموریت د پیل نېټه نه‌ده اعلان کړې.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیرخان متقي په دوحه کې د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه

په دې سفر کې امیرخان متقي د قطر د وزیرانو شورا له رییس او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د وزیرانو شورا له مرستیال او د دفاع له وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن آل ثاني او همدارنګه په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخليفي سره هم وکتل.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۵

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي نن( د چنګاښ څلیریشتمه) په دوحه کې د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې له کبله د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.

په دې سفر کې امیرخان متقي د قطر د وزیرانو شورا له رییس او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د وزیرانو شورا له مرستیال او د دفاع له وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن آل ثاني او همدارنګه په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخليفي سره هم وکتل.

نوموړي په دغو لیدنو کې د شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې له کبله هغوی ته د خواخوږۍ، خواشینۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117