سوداگري

په کندهار کې د انارو حاصلات کم شوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۱)

 په کندهار کې سږ کال د انارو د حاصلاتو د کمښت اصلي لامل وچکالي او سیلابونه ګڼل کېږي.

د کندهار د  نورو ولسوالیو پر پرتله په ارغنداب کې د انارو باغونه ډېر دي او انار یې ښه نوم لري.

بزګران د سږکال انارو کم حصول اندېښمن کړي؛ خو وايي د وروستيو اورښتونو او وچکالي سره سره  بيا هم د سږکال د انارو بازار او کيفيت ښه شوی دی.

بڼوال جمعه خان ویلي؛ انار سږکال سم دي، خو وچکالې لږ څه سره خراب کړي. راتلونکي کال ته ان شاالله سميږي.

بڼوال عبدالله جان ویلي: د اسلامي امارت له مسوولينو غوښتنه کوو، چې کومکونه وکړي په درملنه کې یې مرسته وکړي. دا مچان پيدا شوي او ډېر انار یې وهلي دي.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي  وایي د اوبو کمښت او وچکالۍ یې حاصل د تېر کال په پرتله لس فیصده کم کړی دی.

دوی وايي، چې سږ کال یې د انارو کیفیت تر پخوا ښه شوی او بیه یې هم لوړه ده.

د کندهار د کرنې  ریاست د کرنیزو محصولاتو آمر مولوي شمس الرحمن موسی وایي: په ټوله کې پر لس زره هکتاره ځمکه د انارو باغونه لرو؛ خو له بده مرغه سږکال یې د وچکاليو، امراضو او سیلاونو له کبله حاصلات د کميت له لحاظه لس فیصده کموالی ښیي؛ خو د کيفيت له مخې یې ان شاالله حاصلات ښه دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونی مسوولین وايي، چې له کندهار څخه تردې مهاله دیارلس زره یو سل او څلور دېرش ټنه انار بهر ته صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونی مرستيال انجنير عبدالباقي بينا وايي؛ سږکال يي تر دې مهاله له کندهار څخه ۱۳۱۳۴ ټنه انار له هېواده بهر ته صادر کړي او نورو ولايتونوته هم ډېر انار لیږل شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا زیاتوي: خوشبختانه اوس د کندهار انار يا د دې سيمې انار زمونږ ۳۴ ولايتوته په ځانګړي توګه شمال لوري ته، چې د هغو تازه میوه يو څه ترمونږ ناوخته رسيږي؛ لومړی کابل ته ځي او له کابل څخه شمالي او ختیځو ولايتوته ځي.

د یادونې وړ ده، چې سږکال نه يوازې وچکالۍ، بلکې بې وخته بارانونو هم د کندهار میوې زيانمنې کړي او حاصل یې د تېرو کلونو په پرتله لږ شوي دي.

Trending

Exit mobile version