روغتيا

په کندهار کې د قطر پر همکارۍ د یوه ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ويلي؛ کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې اوس هم ډېرې سپینې سیمې لري او د دې پروژې له بشپړېدو سره به د هېواد په سویلي برخه کې د میندو او ماشومانو د روغتیایي ستونزو یوه د پام وړ برخه حل شي.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت او د قطر خیریه بنسټ په کندهار ولایت کې د یو لوی ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د عامې روغتیا وزیر وایي، چې په کندهار کې به د دغه روغتون له جوړېدو سره د یادې حوزې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې حل شي.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ويلي؛ کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې اوس هم ډېرې سپینې سیمې لري او د دې پروژې له بشپړېدو سره به د هېواد په سویلي برخه کې د میندو او ماشومانو د روغتیایي ستونزو یوه د پام وړ برخه حل شي.

په افغانستان کې د قطر خیریه بنسټ رییس منعم ‌شاه ویلي، چې په دې روغتون کې به د جراحي، نسایي ولادي، فارمسي، ایمرجنسي او لابراتوار څانګې فعالې شي او په ټوله کې د میندو او ماشومانو لپاره ۴۰۰ بسترونه په پام کې نیول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا یوازې روغتیايي پروژه نده، بلکې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د روغتیا د ښه کېدو لپاره د قطر دولت د دوامداره ژمنو یوه برخه ده.

منعم ‌شاه وایي: « د تړون له مخې؛ د قطر خیریه بنسټ به د ساختماني کار د تمویل او څارنې مسوولیت ولري او دا ډاډ به ترلاسه کړي، چې ټول کار له ملي او نړیوالو روغتیایي معیارونو سره سم ترسره کیږي. پر دې سربېره د روغتون مدیریت، جدي پاملرنې او د ماشومانو درملنې په برخو کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره به ځانګړي روزنیز پروګرامونه هم جوړ شي.”

په کابل کې د قطر سفارت چارسمبالي مردف القاشوطي د روغتیا په برخه کې د قطر پر ژمنو د ټينګار ترڅنګ ویلي؛ یاد هېواد تل هڅه کړې په افغانستان کې د بېخبنایي پروژو لهه پلي کېدا سره به د خلکو د هوساینې او روغتیایي خدماتو له ښه‌والي سره مرسته وکړي.

ویل کیږي، چې د یاد روغتون جوړول به دوه کاله او شپږ میاشتې وخت ونیسی، چې د روغتیا وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په ختیځ زون کې د یو روغتیايي کمپلکس د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

Trending

Exit mobile version