Connect with us

تازه خبرونه

په کندهار کې د پاکستانیو پوځیانو بریدونه پر شاوتمبول شول او په پکتیکا کې ورسره نښتې روانې دي

د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ افغان ملکي وګړي شهیدان شول او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې پاکستانيو پوځیانو نن سهار وختي د کندهار ولایت فرضي کرښې ته پر نږدې سپین بولډک ولسوالۍ د سپکو او درندو وسلو بریدونه پیل کړل.

د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ افغان ملکي وګړي شهیدان شول او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ افغان ځواکونه اړ شول، چې پر پاکستانیو پوځیانو پرېکنده غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغان ځواکونو پاکستانيو پوځیانو ته درانده مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

مجاهد وایي: “د دښمن څو پوستې او اډې ونیول شوې؛ د دوی وسلې او ټانکونه ضبط شول او د دوی د پوځي زیربناوو(بېخبناوو ) لویه برخه ویجاړه شوه.”

هغه زیاته ویلي، چې د سهار تر ۸ بجو پورې افغان ځواکونو وضعیت تر کنټرول لاندې راوست.

هغه ټینګار کړی، چې: “زمونږ مجاهدین له لوړې انګېزې او ډاډمنو ولولو سره د خپلې خاورې، حاکمیت او خلکو د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.”

دغه راز د هېواد په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت فرضي کرښې ته نږدې هم د تازه نښتو راپورونه ورکړ شوي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو تائید کړې، چې فرضي کرښې ته د نږدې پرتې تروه ولسوالۍ په قمرالدین او خان ​​محمد دروازو کې درنده جګړه پیل شوې ده.

سرچینو ویلي، چې د جګړې له شدت سره سم افغان ځواکونه سیمې ته ورسېدل.

دغه راز د راپورونو له مخې؛ د اوړمبۍ ولسوالۍ په لاړې دروازه کې هم د بېلابېلو  نښتو راپورونه ورکړ شوي دي.

ویل کیږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ فرضي کرښې ته نږدې په وروستیو نښتو او تاوتریخوالي کې ملکي وګړو او سیمه‌ییزو اوسیدونکو ته مرګ او ژوبله اوښتې او روانې نښتې مخ پر زیاتېدا دي.

تازه خبرونه

افغان او د UNHCR استازو د افغان کډوالو پر خوندي راستنېدا او همغږۍ خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدا او له هغوی څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو د وضعیت د ښه‌والي لپاره د افغانستان او UNHCR ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا هم بحث وشو.

دغه راز دواړو لوریو د هغو هېوادونو او بنسټونو د هڅو د همغږي کولو په اړه هم خبرې وکړې، چې په دې برخه کې مسوولیت او لېوالتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او ډې‌کارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو پر همکاریو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

Published

on

 

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو مرستیالې روزمري ډې‌کارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د کابل او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

همدارنګه په دې خبرو کې د دوحې بهیر د چوکاټ له مخې د راتلونکو تعاملاتو او همکاریو د څرنګوالي په اړه هم نظرونه شریک شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوحې بهیر په چوکاټ کې د راتلونکو ناستو د وخت او موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

Published

on

 

د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز شریف ويلي، پنجاب د ګاونډ هېوادونو پر پرتله له ګاونډ ایالتونو څخه له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ شوی دی.

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

هغې ویلي:« له ګاونډ هېوادونو څخه پنجاب ته ګواښونه کم دي، خو له ګاونډ ایالتونو څخه ډېر دي.»

نوموړې زیاته کړې، له همدې سیمو څخه پنجاب ته ترهګریز بریدونه کېږي.

پنجاب په شمال او لویدیځ کې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان، په سویل کې له سند ایالت او په ختیځ کې له هند سره ګډې پولې لري.

د پنجاب د اعلی وزیرې دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د پاکستان حکومت تل هند او د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پر رامنځته کولو تورن کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه ادعاوې تل رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد د کورنیو ستونزو له کبله ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!