تازه خبرونه

په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د ارزونې لومړنی لابراتوار جوړ شو

د دې لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې ملا برادر وویل، چې د اوږدې مودې راپدېخوا مو د خاورې او اوبو په اړه د لابراتواري خدماتو د نشتوالي له کبله کرنیز سکټور زیانمن او حاصلات کم پاتې شوي دي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۸, ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له‌خوا په کندهار ولایت کې د دوه میلیون ډالرو پر ارزښت د کرنیزو محصولاتو د آزموینې او ارزونې لومړنی لابراتوار پرانسیستل شو.

د دې لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې ملا برادر وویل، چې د اوږدې مودې راپدېخوا مو د خاورې او اوبو په اړه د لابراتواري خدماتو د نشتوالي له کبله کرنیز سکټور زیانمن او حاصلات کم پاتې شوي دي.

نوموړي د دې لابراتوار فعالیت د هېواد د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او ارزښت ښه کولو لپاره یو اړین ګام ګڼلی دی.

دا لابراتوار د کرنیزو محصولاتو د کیفیت ارزولو، د نباتي ناروغیو د تشخیص او د کورنیو محصولاتو د معیاري کولو لپاره د پراخو آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره جوړ شو.

د دې لابراتوار چارواکو ویلي، چې دا مرکز د نړیوالو معیارونو پر بنسټ جوړ شوی او له ټولو زاویو څخه د کرنیزو محصولاتو د آزموینې او ارزونې وړتیا لري.

د لابراتوار مشر ضیاء الحق وزیرزي وایي: “دا لابراتوار په افغانستان کې دننه ټول افغان صادرات له هغو معیارونو سره برابروي، چې نړۍ ورته اړتیا لري.”

که څه هم د افغانستان کرنیز محصولات ښه کیفیت لري؛ خو بیا هم نورو معایناتو ته اړتیا شته او محصولات مو باید له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.

Trending

Exit mobile version