تازه خبرونه
په کندهار کې ۲۵ طالب جنګیالیو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو په دې ولایت کې د ۲۵ طالب جنګیالیو له مرګ و ژوبلې خبر ورکړی دی.
د کندهار پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې دغه مرګ و ژوبله د دې ولایت د ژیړۍ او تخته پل ولسوالیو په اړوند سیمو کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه ۱۲ بجې طالب جنګیالیو د ژیړۍ ولسوالیو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د امنیتي پوستو د پولیسو له ټینګار سره مخ شوي؛ ۸ وسلوال طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په دې نښته کې یو پولیس هم وژل شوی او بل ټپي دی.
همدارنګه طالبانو د دې ولایت د تخته پل ولسوالۍ د بیدک په اړوند سیمه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، چې ورسره په نښته کې ۵ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. په دې نښته کې پولیسو ته ځاني زیان ندی اوښتی.
له بلې خوا د کندوز ولایت امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې تېره شپه طالبانو د کندوز ښار د تلوکه سیمې پر اړوند امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په کې ۵ سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د کندوز والي ویاند د پېښې پخلی کړی؛ خو رامنځته شوې مرګ و ژوبله نه مني.
طالبانو تر دې دمه د دغو پېښو په اړه څه ندی ویلي.