تازه خبرونه

په کندوز کې د بهرنيو سېلانیانو یو ځوروونکی ونیول شو

د کندوز امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت د ترهګرۍ ضد څانګې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو له خپرېدا وروسته د سېلانیانو ځوروونکی کس وپېژاند او د قانون منګولو ته وسپارل شو.

Published

on

د کندوز ولایت امنیتي چارواکو ویلي؛ دوی په کندوز ولایت کې هغه کس نیولی، چې څو ورځې مخکې یې بهرني سېلانیان ځورولي وه.

د کندوز امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت د ترهګرۍ ضد څانګې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو له خپرېدا وروسته د سېلانیانو ځوروونکی کس وپېژاند او د قانون منګولو ته وسپارل شو.

نیول شوي کس پخپل جرم اعتراف کړی او تائیدوي، چې هغه دا عمل کړی او پخپلو کړنو پېیمانه دی. دغه راز هغه خپل عمل د خپلې ناپوهۍ پایله وبلله.

د کندوز پولیسو قومندانۍ ټینګار کړی، چې د ملي ارزښتونو ساتنه، د خلکو پت او د بهرنیو میلمنو درناوی د پولیسو بنسټیز لومړیتوبونه دي.

پولیسو خبرداری ورکړی: هر هغه څوک، چې د عامه امنیت او نظم پر ضد عمل کوي؛ عدلي او قضايي ادارو ته به وسپارل شي.

ویل کیږي، چې د کندوز پولیسو خلکو ته دا ډاډ هم ورکړی، چې د خلکو د ژوندانه، ملکیت او درناوي د امنیت ډاډمنولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي او هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د ټولنې خوندي او باعزته فضا ګډوډه کړي.

Trending

Exit mobile version