تازه خبرونه
په کندوز کې پېنځه داعش وسلوال ووژل شول
(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۱)
د کندوز امنیتي ځواکونو ویلي؛ نن سهار په یوه نښته کې هغه پېنځه وسلوال وژل شوي، چې غوښتل یې د ښار امنیت ګډوډ کړي.
د کندوز امنيه قومندانۍ وياند حافظ عبيدالله عابدي څرګنده کوې؛ امنيتي ځواکونو د کندوز ښار د دوه يمې حوزې د اړوند سیمې په يوه کور کې د داعش وسلوالو يوه پېنځه کسیزه ډله، چې د خلکو د امنيت په ګډوډولو تورنه وه؛ د نیولو هڅه وکړه؛ خو په نښته کې ووژل شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه نښته نن سهار ۷ بجې پيل او ۹ بجې د دغو وسلوالو له وژل کېدو سره پای ته ورسېده.