نړۍ

په کولوراډو کې پر خلکو د اورلګوونکو بمونو د برید له کبله ۸ کسان ټپیان شول

د بولډر پولیسو ویلي: څلور ښځې او څلور نرینه، چې عمرونه یې له ۵۲ څخه تر ۸۸ کلونو پورې ښودل شوي؛ روغتون ته لېږدېدلي.

Published

on

چارواکو ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ د کولوراډو په بولډر کې اته کسان هغه وخت ټپیان شول، چې یوه ۴۵ کلن سړي د “آزاد فلسطین” چغې وهلې او د غزې د پاتې اسرائیلي یرغمل شویو کسانو پر ماتم کوونکو یې اورلګوونکي بمونه وغورځول.

د بولډر پولیسو ویلي: څلور ښځې او څلور نرینه، چې عمرونه یې له ۵۲ څخه تر ۸۸ کلونو پورې ښودل شوي؛ روغتون ته لېږدېدلي.

رویټرز راپور ورکړی، چې چارواکو دمخه د ټپیانو شمېر شپږ تنه ښودلی و، چې لږ تر لږه د یو روغتیایي  حالت د اندېښنې وړ ګڼل شوی و.

د ډینور ساحوي دفتر د FBI ځانګړي استازي مارک میچالک ویلي: “د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ دا روښانه ده، چې دا د تاوتریخوالي یو هدفمند عمل و او FBI یې د ترهګرۍ د عمل په توګه ارزوي.”

میچالک شکمن کس محمد سلیمان نومولی، چې له برید څخه لږ وروسته په روغتون کې بستر شو.

رویټرز سمدلاسه د هغه یا د هغه د کورنۍ د اړیکې په اړه معلومات موندلي ندي.

د FBI مشر کاش پټیل هم دا پېښه د “هدفي ترهګریز برید” په توګه یاده کړې او د کولوراډو لوی څارنوال فیل ویزر ویلي: پر نښه شوي خلک ښیي، چې دا له “کرکې رامنځته شوی جرم” دی.

د بولډر پولیسو مشر سټیفن ریډفیرن ویلي؛ هغه باور نلري، چې بل څوک په دې پېښه کې ښکېل وي.

هغه وایي: “مونږ بشپړ ډاډه لرو، چې یوازنی شکمن کس مو نیولی دی.”

برید د پرل سټریټ د پېر په مرکز کې، چې د کولوراډو پوهنتون تر سیوري لاندې د پیاده تګ لپاره یوه مشهوره سیمه ده؛ د هغې غونډې پر اسرائیلي ماتم کوونکو شوی، چې په ۲۰۲۳ کې د حماس لخوا یرغمل شوي وه او یرغمل شویو کسانو ته د پام رااړولو لپاره ځانګړې شوې وه.

Trending

Exit mobile version