تازه خبرونه
په کونړ کې د زلزلې له کبله تر دې دمه ۴۵۳۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ اوس هم په ټولو زيامنو سيمو کې د ژغورنې عمليات روان دي؛ هغو سيمو ته، چي الوتکو ناسته نده کړې کومانډو ځواکونه رسېدلي، چې مړي او ټپیان راوباسي او انتقال یې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، چپهدره، پیچدره، وټپور او اسعدآباد ولسوالیو کې تر دې مهاله د شهيدانو ټول شمېر ۱۴۱۱، د زخميانو ۳۱۲۴ تنه او د تخريب شويو کورونو شمېر ۵۴۱۲ ته لوړ شوی دی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ اوس هم په ټولو زيامنو سيمو کې د ژغورنې عمليات روان دي؛ هغو سيمو ته، چي الوتکو ناسته نده کړې کومانډو ځواکونه رسېدلي، چې مړي او ټپیان راوباسي او انتقال یې کړي.
د نوموړي په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي: په خاص کونړ ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته کمپ جوړ شوی، چې اړوند توکي او عاجلي مرستې تنظيموي.
دغه راز هغه ویلي؛ د پېښې ځاي ته نږدې دوه نور مرکزونه هم جوړ شوي، چي د زخميانو انتقالات، د شهيدانو تدفين او د پاتي کسانو د ژغورلو چارې له نږدې څاري.
هغه ویلي، چې بېلابېلو هېوادونو د خواخوږۍ د پيغامونو تر څنګ مرستې هم اعلان کړي او يو شمېر يې د بېړنیو مرستو کميټې ته سپارل شوې دي.
ویل کیږي، چې د مرستې ډلو، دولتي ادارو او افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکو په نورګل ولسوالۍ کې له یو شمېر کورنیو سره مرسته کړې ده. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست، د مرستو له همغږۍ کمیټې سره یوځای اغېزمنو سیمو ته لېږل شوي او هرې کورنۍ ته یې نغدي او غیر نغدي مرستې چمتو کړې دي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت مشر د ټرافیکي پېښو په اړه فرمان صادر کړ
د دې فرمان له مخې؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم مکلف شوی، چې د ټرافیکي پېښو د عاملانو په پېژندلو او نیولو او د اړوند معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت مشر شیخهبةالله آخوندزاده په یوه پېنځهمادهییز فرمان کې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د هېواد پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو عاملان ونیسي او په هر حالت کې یې اړوند محکمو ته وروپېژني.
د دې فرمان له مخې؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم مکلف شوی، چې د ټرافیکي پېښو د عاملانو په پېژندلو او نیولو او د اړوند معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
همدارنګه، محکمې مکلفې شوې دي، چې د ټرافیکي پېښو اړوند قضیو ته لومړیتوب ورکړي او د پېښو د قربانیانو د وارثانو حقوق خوندي کړي.
دغه فرمان په داسې حال کې صادر شوی، چې د هېواد پر لویو لارو ټرافیکي پېښې زیاتې شوي او د قربانیانو شمېر هم لوړ دی.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نهلرو- امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره معامله نهکوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د کانونو په برخه کې د اسلامي امارت د پانګونې د وړاندیز په اړه ویلي؛ واشنګټن له اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نهلري او د افغانستان د کانونو د پراختیا په برخه کې به هم له دوی سره همکاري ونهکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره معامله نهکوي.
دا څرګندونې له هغې وروسته راغلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان د کانونو، بېخبناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
هغه ویلي وه، چې اسلامي امارت له دا ډول پانګونو هرکلی کوي.
امیرخان متقي له «فایننشال ټایمز» سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي امارت او امریکا اړیکې باید د تېرو ۲۰ کلونو د جګړې پر بنسټ ونهارزول شي او دواړه لوري باید پر راتلونکو همکاریو راوڅرخیږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم د چارشنبې پر ورځ له واشنګټن سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان له امریکا سره ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري.
تازه خبرونه
د امریکا د استازو په جرګه کې لومړنۍ افغانتوکمې غړې عایشې وهاب لوړه وکړه
۳۹ کلنه عایشه وهاب به د روان زېږدیز کال تر پایه د دې انتخاباتي حوزې د پخواني استازي اریک سوالول پاتې دوره بشپړه کړي. سوالول په اپریل کې له هغې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، چې څو ښځو پرې د جنسي ناوړه چلند تورونه ولګول.
د کالیفورنیا ایالت پخوانۍ افغانتوکمې سناتورې عایشې وهاب د چارشنبې پر ورځ د امریکا د استازو په جرګه کې د وفادارۍ لوړه وکړه او د استازو جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړ.
۳۹ کلنه عایشه وهاب به د روان زېږدیز کال تر پایه د دې انتخاباتي حوزې د پخواني استازي اریک سوالول پاتې دوره بشپړه کړي. سوالول په اپریل کې له هغې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، چې څو ښځو پرې د جنسي ناوړه چلند تورونه ولګول.
عایشې له لوړې وروسته د خپلې پالنې له بهیر څخه تر کانګرس پورې د ژوندانه د سفر په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې د یو شخص تېر ژوند د هغه راتلونکی نهټاکي.
هغې ویلي:« زه کانګرس ته په داسې حال کې راغلم، چې له ځان سره مې د هغې پخوانۍ ماشومې د زړه درزا راوړې، چې د پالوونکو کورنیو په غېږ کې لویه شوې ده.»
عایشه وهاب د نیویارک د یوې افغان کډوالې کورنۍ له چاپېریاله نړۍ ته سترګې وغړولې او بیا د ماشومانو د پالنې د نظام تر چتر لاندې لومړی په نیویارک او وروسته کالیفورنیا فریمونټ ښار کې لویه شوې ده. هغې له دې مخکې د هیوارډ ښاروالۍ د شورا غړیتوب ترسره کړی او د کالیفورنیا د ایالتي سنا د لسمې حوزې استازې وه. وهاب د سویلي کالیفورنیا د پوهنتون د ټولنیزې مرستې په برخه کې دوکټورا لري.
عایشې په استازو جرګه کې د وینا پر مهال د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ او څرګندوي، د امریکا خلک د کورونو د بیو، ښاري خدمتونو، خوراکي توکو، زدهکړو، روغتیايي پاملرنې او د ژوند د نورو بنسټیزو اړتیاوو له لوړېدا سره مخ دي.
هغې زیاته کړې:« لکه یوه سیاستواله موخه مې ساده ده: له تاسو ټولو سره یو ځای د امریکا د خلکو د خدمت لپاره؛ له ګوندي تړاو پرته کار کول دي.»
د کالیفورنیا ډیموکراټې استازې زوئي لوفګرن وهاب د استازو جرګې په تالار کې معرفي کړه او د پالوونکو کورنیو تر سرپرستۍ لاندې د ماشومانو او زیانمنو خلکو د ملاتړ په برخه کې یې د هغې د مخینې او فعالیتونو یادونه وکړه.
لوفګرن ویلي:« نن هغې خپل نوم لکه یوه افغانتوکمه غړې د استازو جرګې په تاریخ کې ثبت کړ.»
-
لوبی5 days agoافغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې نوی دفاعي ائتلاف پیاوړی کوي
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶/۲۷ د افغانستان کرکټ لوبو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي وم – سکاټ مېلر
-
تازه خبرونه2 days agoد امریکا د استازو په جرګه کې لومړنۍ افغانتوکمې غړې عایشې وهاب لوړه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي – ډنالډ ټرمپ
-
څار4 days agoڅار: د امریکا د دښمنانه سیاستونو پر دوام د اسلامي امارت نیوکه
-
تحول4 days agoتحول: له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پېنځه کاله
