تازه خبرونه

په کونړ کې چاودنې ۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۶, ۱۴۰۱)

د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی او د درې ملکي وګړیو په ګډون شپږ نور ټپیان دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالله حقاني په یو ویدیوي پیغام کې، چې د یکشنبې پر ورځ یې رسنیو ته استولی ویلي، چې دا چاودنه نن سهار اته نیمې بجې د دغه ولایت د مرکز اسعد آباد په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

عبدالله حقاني زیاته کړې؛ چاودنه هغه مهال وشوه، چې د اسلامي امارت د عسکرو کاروان د غازي آباد ولسوالۍ پر لوري روان و.

هغه وایي، چې له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د چاودنې په تړاو يې څو شکمن کسان نيولي او ترې څېړنې روانې دي .

د کونړ امنیه قومندان څرګندوي، د دې پېښې ټول ټپیان د اسعدآباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version