روغتيا

په ګمبیا کې د ماشومانو مړینه د ټوخي له هندي شربت سره تړاو لري – WHO

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۴, ۱۴۰۱)

د روغتیا نړیوالې ټولنې د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ شونې ده، چې په ګمبیا کې د پښتورګو د ټپونو له کبله د لسګونه کوچنيو ماشومانو مړینه د ټوخي او زکام له هغه ککړ شربت سره تړاو ولري، چې د هندي درمل جوړوونکيو لخوا جوړ شوی.

د WHO عمومي رییس تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي؛ د ټوخي پر دغو شربتونو له څو ازموینو څرګنده شوې، چې د لویدیزې آفریقا په دې کوچني هېواد کې د ۶۶ ماشومانو د مړینې لامل همدا هندي درمل دي.

تدروس خبریالانو ته څرګنده کړې؛ د ملګرو ملتونو ادارې په نوي ډیلي کې له هندي تنظیموونکیو او میدین نومي شرکت سره، چې دغه شربتونه تولیدوي ګډې څېړنې پیل کړي دي. په داسې حال کې، چې میدین فارما او د هند د مخدره توکو عمومي څارونکي په دې اړه له څرګندونو او ځواب ویلو ډډه کړې ده.

رویترز څرګنده کړې؛ د روغتیا نړیوالې ټولنې د چارشنبه پر ورځ د طبي محصولاتو له تنظیموونکیو وغوښتل، چې د میدین فارما توکي له بازاره راټول کړي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې په دې غوښتنه کې راغلي؛ شونې ده، چې دغه محصولات د نارسمي بازارونو له لارې توزیع شوي وي؛ خو تر دې دمه یوازې په ګمبیا کې پېژندل شوي دي.

دې غوښتنې یوازې څلور محصولاتو؛ Promethazine Oral Solution، Kofexmalin Baby Cough Syrup، Makoff Baby Cough Syrup او Magrip N Cold Syrup ته ګوته نیولې ده.

په ګمبیا کې طبي څارونکیو په جولای په میاشت کې له هغې وروسته د خطر زنګ وواهه، چې لسګونه ماشومان د پښتورګو له ستونزو مړه شول او له پېنځه کلونو څخه لږ عمره لسګونه ماشومان د ځایي پلورل شويو پاراستامولو پر شربت اخیستو له درې تر پنځو ورځو ناروغه شول.

د ګمبیا د روغتیایي خدماتو رییس مصطفی بیتای ویل، چې ورته ستونزې په نورو شربتونو کې هم موندل شوي؛ خو وزارت یې د پایلو تائید ته سترګې پر لار دی.

نوموړي زیاته کړې؛ له هغې وروسته، چې د میدین فارما محصولاتو پلور منع شوي؛ د ناروغانو په شمېر کې لږوالی راغلی دی.

د ګامبیا د درملو څارونکې ادارې د سې شنبې پر ورځ روغتیایي متخصصینو ته یو لیک واستاوه چې دوی ته یې امر وکړ چې د WHO لخوا لیست شوي کوم محصولات وپلوري.

میدین فارما په هند کې درمل تولیدوي او بیا یې په کور دننه پلوري، چې د دوی د اوبپاڼې د څرګندونو له دا درمل بیا د آسیا، آفریقا او لاتینې امریکا هېوادونو ته صادروي.

Trending

Exit mobile version