سیمه ییز خبرونه
په ګوادر کې پر پوځي کاروان د بريد پر مهال دوه ترهګر وژل شوي
Last Updated on: زمری ۲۳, ۱۴۰۲
د پاکستان امنیتي ځواکونو د یکشنبې پر ورځ د ګوادر په اړوند سیمه کې پر پوځي کاروان د برید په ځواب کې دوه ترهګر ووژل.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې ترهګرو د یکشنبې پر سهار لس بجې په ګوادر کې پر پوځي کاروان برید کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ترهګرو د برید پر مهال له سپکو وسلو او لاسي بمونو کار اخیستی؛ دوه ترهګر وژل شوي، پوځي او ملکي وګړو ته کوم زیان نهدی اوښتی.
آئي ايس پي آر ويلي، چي د پاکستان امنیتي ځواکونه د امن او خوشحالۍ د دښمنانو هڅې ناکامه کولو لپاره ټینګ نیت لري۔