نړۍ

په یوه ځانمرګي برید کې د شمالي وزیرستان ۱۰ پاکستاني پوځیان ټپیان شول

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۱)

د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان له ځانمرګي بريده لږ تر لږه لس امنيتي کسان ټپیان دي، چې د درې هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دغه کاروان له ميرعلي څخه د ولسوالۍ مرکز ميرامشاه ته روان و، چې پر موټرسايکل سپاره ځانمرګي بريد کوونکي خدي بازار ته نږدې له يوه موټر سره نږدې چاودنه وکړه.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت ندی منلی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر د پېښې په اړه څه ندي ویلي.

دا په تېره یوه میاشت کې پر امنیتي ځواکونو دوه یم ځانمرګی برید دی.

د روان کال د مې پر دېرشمه د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې پر موټر سایکل سپاره یوه ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید وکړ، چې ترې دوه سرتېري او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

Trending

Exit mobile version