تازه خبرونه

په ۱۰ کې ۹ افغانان د خواړو له لږوالي سره مخ دی – د خواړو نړیوال پروګرام

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۳, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام څرګنده کړې، چې د روان کال له پیل راپدیخوا یې په افغانستان کې له ۱۹ میلیون ډېرو خلکو سره مرسته کړې ده.

د خواړو نړیوال پروګرام د سې شنبې پر ورځ د زمري ۱۱ د اګست ۲ تویت کړی، چې دوی هره ورځ په ټول افغانستان کې له خلکو سره مرسته کوي، چې له ۱۰ کسانو څخه ۹ یې د خوراکي توکو له لږوالي سره مخ دي.

په افغانستان کې هرې اړمنې کورنۍ ته د خواړو نړیوال پروګرام ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۲.۵ کیلو ګرامه دال، ۹.۲ کیلو ګرامه غوړي او یو کیلو مالګه وېشلې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ويلي، دوی هم په روان میلادي کال کې له نږدې ۳۰۰ زره خلکو سره نغدي مرستې کړې دي.

یادې کمېشنرۍ پرون سې شنبې ویلي، چې سږ کال یې په ټول افغانستان کې د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره ۲۹۶۰۰۰زره کسانو ته نغدي مرستې رسولې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ همدرانګه ویلي؛ ۲۶۳۰۰۰ نورو افغانانو د کور سامان الات، سولري تختې او د حفظ الصحې سامانونه تر لاسه کړي دي.

دغه سازمان په ډاګه کړې، چې اړمنو خلکو ته د مرستې رسېدو لپاره دوی د زیانمنو شویو کسانو د معلومولو په اړه هم څېړنې پيل کړې دي.

دغه راز دوی سږکال له ۱۳۵۰۰۰ افغانانو څخه په کورونو کې لیدنه کړې، چې په خبره یې ۱۹۰۰ کورنیو ته یې د مرستو رسولو ډاډ ورکړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ همدارنګه ویلي، چې دوی روان کال په افغانستان کې له کډوالو سره هم په بېلابېلو برخو لکه، د ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو جوړولو او د څښاک پاکو اوبو په برابرولو کې مرسته کړې ده.

مرستندویه ادارې وايي، سږ کال په افغانستان کې نږدې پېنځه میلیون ماشومان، امیدواره او شیدې ورکوونکي ښځې به په داسې حال کې له خوارځواکۍ سره مخ کیږي، چې ۳.۹ میلیون ماشومان اوس له وړاندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

تېر کال په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته مرستندویانو له افغانستان سره پرمختیايي مرستې بندې کړې، په افغانستان کې د طالبانو پر اوسني حکومت نړیوال بندیزونه لګېدلي دي، چې د افغانستان بانکي سکتور یې له ستونزو سره مخ کړي، چې د دغو بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ له ۲۴ میلیون ډېر افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version