تازه خبرونه
په ۱۴۰۲ کال کې ۳ میلیون او ۱۲۴ زره برښنایي تذکرې وېشل شوي
(Last Updated On: وری ۶, ۱۴۰۳)
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې څرګنده کړې، چې په ۱۴۰۲ کال کې د ټول هېواد په کچه د ۷۶ وېش څانګو له لارې ۳ میلیون او ۱۲۴ زره برښنایي تذکرې وېشلي دي.
دې ادارې زیاته کړې، چې ۲ میلیون او نږدې ۶۸ زره نرینهوو او یو میلیون او څهباندې ۵۶ زره ښځینهوو ته وېشل شوې دي.
تېر کال ترټولو زیاتې وېشل شوې برښنایي پېژندپاڼې په کابل ولایت کې دي، چې شمېر یې نږدې ۷۰۰ زرو ته رسیږي.
له کابل وروسته، په هرات کې نږدې ۲۸۰ زره، بلخ کې له ۱۸۸ زره زیاتې او په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۱۶۲ زره او په کندهار ولایت کې ۱۵۵ زره برښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د یادونې ده، چې په هېواد کې د برښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل را پدیخوا تراوسه نږدې ۱۲ میلیون او ۹۰۰زره هېوادوالو ته تذکرې وېشل شوي، چې کې ۷ میلیون او ۵۰۰ زره یې نرینهوو او ۵ میلیون او ۴۰۰ زره ښځینهوو ته وېشل شوې دي.