سوداگري

په ۱۴۰۳ کال کې له هند سره د افغانستان سوداګري ۸۹۰ میلیون ډالر وه

د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې په دې موده کې هند ته د افغانستان صادرات ۶۲۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي په داسې حال کې، چې ۲۶۳ میلیون ډالر یې واردات ول.

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې په ۱۴۰۳ کال کې له هند سره د افغانستان سوداګري ۸۹۰ میلیون ډالرو ته رسېده، چې ډېره برخه یې د افغانستان صادرات دي.

د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې په دې موده کې هند ته د افغانستان صادرات ۶۲۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي په داسې حال کې، چې ۲۶۳ میلیون ډالر یې واردات ول.

د عبدالسلام  جواد د څرګندونو له مخې؛ هند ته د افغانستان ډېری صادراتي توکي وچ انځر، هنجه، د هنجې تخمونه، زعفران، ممیز، زیره او بادام دي، چې په هندي بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

افغانستان له هند څخه بوره، کتان، ماشین الات، اومه توکي او نور کالي واردوي.   

هند د افغانستان لپاره یو مهم سیمه‌ییز سوداګریز شریک پاتې شوی؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ژیوپولیټیک او لوژستیکي ننګونو سره  مخ ده.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان په دې باور دي، چې د چابهار بندر پراختیا د هېواد اقتصاد ته ګټوره ده او د سیمې له هېوادونو سره به د اقتصادي تعاملاتو پراختیا ته لار اواره کړي.

Trending

Exit mobile version