سیمه ییز خبرونه

په ۲۰۱۴ م کال کې که د منلو وړ ټاكنې غواړو- جان كيري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

كه څه هم  د افغانستان راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو ته شاوخوا يو كال او دوه مياشتې پاته دي، خو امريكايي سناتورجان كيري، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ته هم نوماند دى وايي:

په پام كې ده د افغانستان ولسمشريزې ټاكنې ترسره شي او دا ټاكنې بايد د منلو وړ وي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ته نوماند سناتورجان كيري د امريكا د كانگرس له يو شمېر غړيو سره د ترهگرۍ د له منځه وړلو لپاره په افغانستان كې د تېرو لس كلونو لاسته راوړنې هم مهمې وبللې.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت نوماند جان كيري په ډاگه كړې، چې:

په ۲۰۱۴ م کال کې که د منلو وړ ټاكنې غواړو؛  كه څه هم دا انتخابات به له هر نظره بشپړ نه وي او په ډېرو، بېلابېلو دلایلو ښايي ونه توانېږو په دې بهیر کې بې عیبه واوسو، خو که داسې ټاكنې له ابتدايي معیارونو سره سمې او د نړيوالو څارونکيو لپاره د منلو وړ وي، نو موږ ته به داتوان راكړي، چې د ليږد بهير په بريا تر سره كړو او پرهغه حکومت، چې په ۲۰۱۴ م کال کې به بریالی کېږي اعتماد پيدا كړو. دا به زموږ لپاره حياتي اهمیت ولري.
كه هغه حکومت مشروع نه وي او كه په دې برخه كې موږ په خپلو هڅو كې بريالي نه شو نو ډېره به گرانه وي، چې موږ د امريكا خلك او په آيساف كې خپل ملاتړ او همغږۍ ته قانع كړو.

د ولسمشرۍ په تېرو ټاكنو كې د دغه بهير د قوايد و په باب  يو شمېر جدي پوښتنې موجودې وي او موږ اړ وو، چې يو ډول په دې باب تفاهم وكړو؛ خو زه فكر نه كړم، چې دا ځل به د تفاهم لپاره ځاى پاته وي. دا ځل به يو نوى ابتكار وي او زه ډاډ دركوم، چې موږ به دغه بهير له ډېر نږدې څخه وڅارو.

دا په داسې حال كې ده، چې يو شمېر سياسي گوندونو د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه په جدي ډول غوښتنه كړې، چې راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو ته دې د رايې وركولو نوي كارتونه ووېشي، خو د ټاكنو خپلواك كميسيون په دې وروستيو كې اعلان كړى، چې رايه وركوونكي كولى شي په ټاكنو كې له پخوانيو كارتونو كار واخلي.

Trending

Exit mobile version