تازه خبرونه

په ۹ ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو وړاندوینه شوې

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د سې شنبې پر ورځ د کابل او پروان په ګډون په ۹ ولایتونو کې د اورښت او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ډاګه کړې، چې په راتلونکیو څلیریش ګړیو کې به په کابل، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې اورښتونه او احتمالي سیلابونه رامنځته شي.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په دغو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملي مترو د اورښت وړاندوینه شوې ده.

دا خبرداری په ۱۳ولایتونو کې د تېرې میاشتې له سخت اورښت وروسته ورکړ شوی، چې په کې نږدې ۲۰۰ مړه او په زرګونه خلک بې کوره شول.

ترټولو زیانمن شوی ولایت پروان و، چې د ولایت په مرکز چاریکار ښار کې یې سلګونه کورونه ویجاړ کړي دي.

Trending

Exit mobile version