نړۍ

پوتین او مکرون د ایران، اسرائیل او اوکراین په اړه خبرې وکړې

په پاریس کې د مکرون دفتر ویلی، چې دا ټیلیفوني خبرې دوه ساعته روانې وې او د فرانسې ولسمشر په اوکراین کې د اوربند او د شخړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې؛ کرملین د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د ایران، اسرائیل او اوکراین د جګړې په اړه د پام وړ ټیلیفوني خبرې کړي، چې د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راپدېخوا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ اړیکه ده.

په پاریس کې د مکرون دفتر ویلی، چې دا ټیلیفوني خبرې دوه ساعته روانې وې او د فرانسې ولسمشر په اوکراین کې د اوربند او د شخړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

د فرانسې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي، چې مکرون د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره خبرې کړې وې، چې هغه ته د دې خبرو اترو په اړه معلومات ورکړي. مکرون د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم د تبادلې په اړه خبرې وکړې.

د کرملین د رسنیزې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پوتین ویلي؛ دا اړینه ده، چې د اټومي انرژۍ د سوله‌ییز پرمختګ لپاره د ایران حق او همدارنګه د اټومي وسلو د نه خپرېدو تر تړون لاندې له خپلو ژمنو سره هغې ته درناوی وشي.

د فرانسې د ولسمشر دفتر ویلي؛ مکرون د ایران اټومي ګواښ دومره جدي ګڼي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټولو پېنځه دایمي غړو د ښکېلتیا توجیه وکړي، د ایران لپاره له نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره د بشپړې همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د ایران پارلمان تېره میاشت د ایران د اټومي سیمو له بمبارډ وروسته د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې له ادارې سره د همکارۍ ځنډولو لپاره یو قانون تصویب کړ؛ خو اسرائیل او امریکا د ایران اټومي سایټونه بمبار کړل، چې هدف یې د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی و. په داسې حال کې، چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی رد کړی دی.

د مکرون دفتر ویلي، چې ” مکرون د ډیپلوماتیک حل په لټه کې خپل هوډ څرګند کړ، چې په سیمه کې د ایران د اټومي وسلو او توغندیو د مسلې د حل لامل شي.”

دغه راز ویل کیږي؛ دواړو مشرانو پرېکړه کړې، چې خپلې هڅې “همغږې” کړي.

فرانسه او روسیه دواړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي.

د اوکراین په اړه پوتین مکرون ته خپل دریځ بیا تکرار کړ، چې جګړه “د لویدیځ د پالیسۍ مستقیمه پایله ده” .

هغه زیاته کړې، چې لویدیځ په تېرو څو کلونو کې “د روسیې امنیتي ګټې له پامه غورځولې دي”.

کریملین د پوتین د څرګندونو له مخې ویلي؛ د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هر ډول احتمالي تړون باید “جامع او اوږدمهاله ځانګړتیا” ولري او د “نويو ځمکنیو واقعیتونو” پر بنسټ وي.

پوتین له دې مخکې ویلي وه، چې اوکراین باید د روسیې لخوا د خپلې خاورې د ځینو برخو الحاق د هر ډول سولې تړون د یوې برخې په توګه ومني.

مکرون ویلي، چې یوازې اوکراین باید پرېکړه وکړي، چې ځمکني امتیازات ومني یا نه.

د مکرون دفتر د سې‌شنبې د ورځې په اړیکه کې ویلي؛ “ولسمشر د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د فرانسې پر نه ماتېدونکي ملاتړ ټینګار وکړ.”

د فرانسې ولسمشرۍ دفتر ویلي؛ مکرون او پوتین هدف لري، چې د اوکراین او ایران په اړه خپلې خبرې اترې روانې وساتي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ مکرون او پوتین پر اوکراین د روسیې د یرغل د پیل په اړه منظمې خبرې اترې کړي، چې د ځینو اروپایي متحدینو لخوا پرې نیوکه شوې. مکرون د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د له برید لږ وخت مخکې د روسیې پر کوربتوب له پوتین سره لیدنه کړې.

Trending

Exit mobile version