نړۍ
پوتین او ټرمپ په استانبول کې د اوکراین د سولې له وړاندیز شویو خبرو ډډه وکړه
پوتین د یکشنبې پر ورځ په استانبول کې له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز “پرته له کوم مخکیني شرط څخه” وکړ. د چارشنبې پر ورځ ناوخته کریملین اعلان وکړ، چې په پلاوي کې به د ولسمشر سلاکار ولادمیر میدینسکي او د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین برخه ولري؛ خو د پوتین نوم په نوملړ کې نهو.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې دواړه مشران به د مسکو او کیف ترمنځ د سولې په لومړیو مستقیمو خبرو اترو کې برخه وانخلي او کریملین به ورته د تجربه لرونکو ټکنوکراټانو یوه ډله واستوي.
پوتین د یکشنبې پر ورځ په استانبول کې له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز “پرته له کوم مخکیني شرط څخه” وکړ. د چارشنبې پر ورځ ناوخته کریملین اعلان وکړ، چې په پلاوي کې به د ولسمشر سلاکار ولادمیر میدینسکي او د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین برخه ولري؛ خو د پوتین نوم په نوملړ کې نهو.
د کرملین پلاوي له اعلان وروسته یوه امریکایي چارواکي هم وویل: ټرمپ، چې د منځني ختیځ درې هېوادونو ته پر سفر وتلی دی؛ په دې خبرو اترو کې ګډون ونکړي.
د امریکا ولسمشر له دې مخکې ویلي وه، چې هغه په دې خبرو اترو کې د ګډون پر غوراوي غور کوي.
که څه هم پوتین هیڅکله خپل حضوري شتون ندی تائید کړی؛ خو د روسیې او امریکا د ولسمشرانو نه شتون د هغې جګړې په اړه د لوی پرمختګ تمې کموي، چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پیل کړې ده.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پوتین ته ننګونه کړې وه، چې “که هغه نهوېریږي” په خبرو اترو کې دې برخه واخلي. له دې سره به معلومه شی، چې څوک ډېره سوله غواړي؛ اوکراین که روسیه.
که څه هم د کیف ولسمشر د چارشنبې پر ورځ ناوخته ترکیې ته روان و؛ خو یوه اوکرایني چارواکي وویل؛ هغه به یوازې هغه وخت د خبرو برخوال شي، چې پوتین په کې ګډون وکړي.
د چارشنبې پر ورځ په خپل ماښامني ویډیويي وینا کې زیلینسکي وویل، چې اوکراین به د پوتین د ګډون له څرګندیدو وروسته په ترکیه کې د سولې خبرو اترو لپاره د خپلو ګامونو په اړه پرېکړه وکړي.
زیلینسکي وایي: “د دې جګړې په اړه د ټولو پوښتنو ځوابونه – ولې پیل شول او ولې روان دي؛ دا ټول ځوابونه په مسکو کې دي. د جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی له نړۍ سره تړلی دی.”
په دې راپور کې راغلي، چې ټرمپ غواړي دواړه خواوې له دوهیمې نړیوالې جګړې راپدېخوا د اروپا د تر ټولو لویې ځمکنۍ جګړې د درولو لپاره د ۳۰ ورځو اوربند لاسلیک کړي؛ خو د روسیې یوه قانون جوړونکي د چارشنبې پر ورځ وویل، چې ممکن د جنګي بندیانو د لویې تبادلې په اړه هم بحثونه وشي.
زیلینسکي د ۳۰ ورځني سمدستي اوربند ملاتړ کوي؛ خو پوتین ویلي، چې لومړی غواړي د داسې اوربند د جزئیاتو په اړه خبرې اترې پیل کړي.
ټرمپ، چې د سولې د یوې هوکړې پر لور د روسیې او اوکراین د هڅو له کبله په زیاتېدونکي توګه مایوسه شوی غواړي پوه شي که مسکو دا پروسه خنډول غواړي؛ نو هغه به یې پر وړاندې ثانوي بندیزونه په پام کې ونیسي.
