نړۍ
پوتین باید ومني، چې د اوکراین جګړه ګټلی نشي – د جرمني لومړی وزیر
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله لومړۍ وینا کې ویلي؛ مونږ به د روسیې د سولې تپل شوې پرېکړه ونه منو او اوکراین باید د روسیې د برید مخه ونیسي.
رویترز د سې شنبې پر ورځ د آلمان د لومړي وزیر اولاف شولز د څرګندونو له مخې په ډاګه کړه؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې د ځانځانۍ غوښتنې پریږدي؛ ځکه، چې د اوکراین او روسیې د ویجاړولو خطر لري. هغه باید دا ومني، چې جګړه ګټلی نشي.
شولز د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل: له همدې کبله مونږ به د روسیې لخوا د سولې په اړه تپل شوې پرېکړه ونه منو او اوکراین باید د دې وړتیا ولري، چې د روسیې د برید مخه ونیسي.
د جرمني لومړي وزیر ویلي؛ د امپریالیزم بېرته راستنیدل او د پوتین لخوا د اوکراین د لاندې کولو هیله نه یوازې د اروپا لپاره، بلکې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د سوله ییز نظم لپاره هم یو ناورین دی.
هغه له ملګرو ملتونو وغوښتل؛ داسې نړۍ وغواړي او ترې ساتنه وکړي، چې هلته ځواکمن پر کمزوري برلاسی ونلري او د نړۍ سوله ییز جوړښت او قوانین تر پښو لاندې نشي.
شولز پوښتي؛ آیا مونږ د بېوسۍ لیدونکي شو، چې ځینې مو د خپلې خوښې نړیوال نظم ته رااړوي؛ چېرې، چې جګړه د سیاست یوه عامه وسیله ده؟ آیا خپلواک هېوادونه باید له خپلو پیاوړیو ګاونډ هېوادونو یا ښکېلاکګرو بادارانو سره یوځای شي او آیا سوکالي او بشري حقونه د څو نیکمرغه خلکو لپاره یو امتیاز دی؟ آیا مونږ د شلمې او یوویشتمې پېړیو څو قطبي نړۍ یوو که څو اړخیزه نړۍ پاتې کېدی شو؟ نو زما ځواب به د یو آلماني او اروپایي په توګه داوي؛ مونږ کولی شو ډاډ تر لاسه کړو، چې باید هر څه ګډ اداره کړو.
شولز څرګنده کړې؛ د دې موخې د ښه ترلاسه کولو لپاره نړیوال لیواله دي، چې د نړۍ په چارو کې ډېرو نورو څرګندونو ته اړتیا ده او له پوره مسوولیتونو سره به ډېر ډاډ او قناعت رامنځته شي.
رویترز څرګنده کړې: له هغه وخته، چې د فبروري پر ۲۴ کرملین پر اوکراین خپل برید پیل کړ؛ لویدیځو متحدینو هم په اوکراین کې له روسیې سره د دیپلوماتیک نفوذ سیالي پیل او پیاوړې کړه.
د ملګرو ملتونو په دې ناسته کې شولز په ډاګه کړې؛ برلین به د اکټوبر پر ۲۵ د اوکراین د بیارغونې په اړه د یوه کنفرانس کوربه وي. آلمان به د کیف له حکومت سره د دغه هېواد د بیارغونې په ستر لګښت کې د یادونې وړ ونډه واخلي.