نړۍ

پوتین د شانګهای د جوړېدونکې سرمشریزې په اړه له تاجکستاني سیال سره خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲, ۱۴۰۱)

د کرملین مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ له خپل تاجکستاني سیال امام علي رحمان سره په ازبکستان کې د شانګهای همکارۍ ټولنې د جوړېدونکې سرمشریزې په اړه خبرې کړې دي.

کرملین په یوه بیان کې ویلي، دغو ولسمشرانو پر یو لړ مسایلو او همدارنګه په سپتمبر کې د سمرقند پرکوربتوب د شانګهای همکارۍ ټولنې (SCO) د راتلونکې سرمشریزې په اړه د نظر تبادله وکړه.

پوتین او رحمان د سیمې پر امنیت او د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version