تازه خبرونه

پوتین له تور نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو قانون لاسلیک کړ

د انټرفاکس خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د پارلمان د نړیوالو چارو کمیټې او د روسیې د لیبرال ډیموکراټ ګوند مشر لیونید سلوتسکي له دې مخکې ویلي وه: دا قوانین د نورو اړیکو تر څنګ د دې لپاره ، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د روسیې قانوني تعامل رامنځته شي؛ جوړ شوی دی.

Published

on

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه قانون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د روسیې قضايي ارګانونه اجازه ولري د افغانستان اسلامي امارت نوم له تور نوملړ څخه لرې کړي.

د انټرفاکس خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د پارلمان د نړیوالو چارو کمیټې او د روسیې د لیبرال ډیموکراټ ګوند مشر لیونید سلوتسکي له دې مخکې ویلي وه: دا قوانین د نورو اړیکو تر څنګ د دې لپاره ، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د روسیې قانوني تعامل رامنځته شي؛ جوړ شوی دی.

روسيې په تدريجي بڼه له اسلامي امارت سره خپلې اړيکې هغه مهال ټينګې کړې، چې ولاديمير پوتين د جولای په مياشت کې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د مسکو متحد یاد کړ.

د روسيې د پارلمان د نړیوالو اړيکو کمېټې د اوکټوبر پر شلمه د دغه قانون مسوده تصويب کړه او د دې هېواد پارلمان د اکتوبر پر اووه‌ویشتمه دغه قانون تصويب کړ.

د دغه قانون مسوده د اوکټوبر پر پېنځمه کابل ته د روسیې د ملي امنیت شورا د سکرتر سرګي شویګو له سفر یوه ورځ وروسته د روسیې د پارلمان اړوند استازو لخوا پارلمان ته وړاندې شوه، چې له مخې به یې د اسلامي امارت نوم له تور نوملړ څخه وایستل شي.

Trending

Exit mobile version