نړۍ
پوتین په کرملین کې تر ۲۰۳۶ کاله د پاتې کېدو یو قانون لاسلیک کړی
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو قانون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې په کرملین کې تر ۲۰۳۶ زېږدیز کال پورې پاتې شي.
رویټرز په ډاګه کړې؛ دغه قانون پوټین ته اجازه ورکوي، چې د ولسمشرۍ لپاره په دوه نورو دورو کې هم ځان نوماند کړي.
د پوتین روانه دوره په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې پای ته رسیږي.
د روسیې په اساسي قانون کې دا بدلون تېر کال رامنځته شوی دی.
دا بدلون ۶۸ کلن پوتین ته اجازه ورکوي، چې تر ۸۳ کلنۍ پورې په احتمالي توګه په واک کې پاتې شي. اوسمهال هغه د ولسمشر په توګه د دوه یم ځل لپاره کار کوي.
دا په اساسي قانون کې هغه تعدیل دی، چې نیوکه کوونکي یې مشروطه کودتا بولي. تمه کیږي، چې د خلکو ملاتړ به هم ترلاسه کړي. په ځانګړي توګه د تقاعد په اړه بدلون به له پوره ملاتړه برخمن شي.
د پوتین لخوا لاسلیک شوی قانون هر راتلونکي ولسمشر ته د دوه دورو نوماندۍ اجازه ورکوي؛ خو د هغه د مودې شمېرنه بیا هم تظمینوي. دا د هر هغه چا مخه نیسي څوک، چې بهرني تابعیت لري.
دغه قانون تېره میاشت د پارلمان په ولسي او مشرانو جرګې کې تصویب شوی دی.
نړۍ
د رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره د جګړې موخې ناڅرګندې ګڼي
د دې نظرپوښتنې له مخې، چې په ټوله امریکا کې ترسره شوې؛ شاوخوا دوه پر درېیمه برخه ګډونوالو ویلي: ټرمپ توانېدلی نهدی، چې له ایران سره د جګړې د نظامي حضور علت او هدف روښانه او څرګند کړي. دا نظر د ډیموکراټانو تر څنګ د جمهوري غوښتونکو په یو شمېر کسانو کې هم لیدل کېږي.
د رویترز او ایپسوس د ګډې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي؛ د امریکا زیاتره وګړي باور لري، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د جګړې موخې روښانه څرګندې کړې نهدي.
د دې نظرپوښتنې له مخې، چې په ټوله امریکا کې ترسره شوې؛ شاوخوا دوه پر درېیمه برخه ګډونوالو ویلي: ټرمپ توانېدلی نهدی، چې له ایران سره د جګړې د نظامي حضور علت او هدف روښانه او څرګند کړي. دا نظر د ډیموکراټانو تر څنګ د جمهوري غوښتونکو په یو شمېر کسانو کې هم لیدل کېږي.
نظرپوښتنه همدارنګه ښيي، چې د تېلو او ګاز د بیو لوړېدا په امریکا کې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. ډېرو ګډونوالو ویلي، چې د بیو لوړوالی د امریکا او ایران ترمنځ له روانو ترینګلتیاوو او جګړې سره تړاو لري.
د راپور له مخې؛ شاوخوا ۶۳ سلنه امریکایانو ویلي، چې د سون توکو د بیو لوړېدا د هغوی د کورنیو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی. همدارنګه ډېری ځواب ویونکو جمهوري غوښتونکي د بیو د لوړېدا اصلي مسوولان ګڼلي دي.
دغه راز نظرپوښتنه ښيي، چې د ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه لږ لوړه شوې؛ خو اوس هم له ایران سره د جګړې له پیل مخکې د ملاتړ کچه یې ټیټه ده.
دا نظرپوښتنه انلاین ترسره شوې او په کې له ۱۲۵۰ څخه زیاتو امریکایي وګړو ګډون کړی و.
نړۍ
اسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
د راپور له مخې؛ دغه اډه د اسرائیلو د هوايي ځواک لپاره د ملاتړ او لوژستیکي مرکز په توګه کارېده او هلته ځانګړي ځواکونه او د لټون او ژغورنې ډلې هم ځای پر ځای شوې وې، چې که اسرائیلي پیلوټان راوغورځېږي؛ چټک به عملیات ترسره کړي.
نړۍ
امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.
ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نهدي سپارلي.
-
تازه خبرونه1 day agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
نړۍ2 days agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه2 days agoد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تازه خبرونه5 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
-
څار2 days agoڅار: له نړۍ سره د افغانستان اړیکې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه خیبر پښتونخوا کې د موټربم چاودنې له کبله څلور پاکستاني پولیس افسران ووژل شول
