سیمه ییز خبرونه
پوليسو سيمن باركزۍ له تاوتريخوالي پرته روغتون ته ليږدولې- صديقي
له قانون څخه ملاتړ پارلماني ائتلاف د پوليسو له خوا روغتون ته د سيمين باركزۍ ليږدول د اساسي قانون خلاف گڼي.
له قانون څخه د ملاتړ د ائتلاف رييس ظاهر قديروايي :
د پارلمان پرحريم د بريد له كبله له دې وروسته د كورنيو چارو د وزيرد كار دوام د خلكو له گټو سره په ټكركړى دى.
دې ائتلاف يوځل بيا پخپله قانوني مبارزه ټينگاركړى او له نړيوالو بنسټونو يې غوښتي، چې د دولتي چارواكو د دې كار په وړاندې جدي اقدام وكړي.
د كورنيو چارو وزارت وايي:
دا كار يې د سيمين باركزۍ او د هغې د ملاتړو د ژوند د خونديتوب په خاطر كړى دى.
د مدني ټولنې غړي هم خبر دارى وركوي، چې:
دوى به د عدالت د ټينگښت په موخه په پراخو حركتونو لاس پورې كړي.
د افغانستان امنيتي ځواكونه د جمعې په شپه(دتلې په ۲۱) د سيمن باركزۍ د اعتصاب خيمې ته ورغلل او هغه يې په وچ زورد سردارمحمد داودخان روغتون ته وليږدوله.
له قانون څخه ملاتړ پارلماني ائتلاف د پوليسو دا كار په كلكو ټكو غندي او هغه يو وحشيانه عمل نوموي.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:
له دوى سره داسې اطلاعات موجود ول، چې مخالفين غواړي پرميرمن باركزۍ او د هغې پر ملاتړو وسله وال بريد وكړي.
له بلې خوا هغه له دې كسانو سره د پوليسو هرډول تاوتريخوالى ردوي.
د مدني ټولنې غړي طوفان وزيري او اجمل سهيل د حكومت دا كارغندي او ټينگاركوي، چې:
د ولسمشرحامد كرزي، ملي شورا، د امريكا ولسمشربارك اوباما او ملگرو ملتونو د عمومي منشي بانكي مون په نامه به څلور پرانيستې ليكونه وليږي .
سيمين باركزۍ نږدې دوه مياشتې مخكې د ولسي جرگې له اته نورو غړيو سره د ټاكنو خپلواك كميسيون د پرېكړې له مخې د ولسي جرگې غړيتوب له لاسه وركړ او له ديارلس ورځو راپدې خوا د دې كارپه غبرگون كې يې غذايي اعتصاب پيل كړ، خو په دولسمه ورځ يې د ولسمشر په فرمان د خپلې دوسيې د څېړنې په موخه د يوه پلاوي د گومارنې غوښتنه كړې وه