تازه خبرونه
پولیسو د لندن په ستانستید هوایي ډګر کې دوه شکمن کسان نیولي
د سیمه ییزو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د انګلستان د تروریزم ضد پولیسو د لندن په ستانستید هوايي ډګر کې دوه شکمن کسان نیولي دي.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې یو ۳۴ کلن کویتي او یو ۴۸ کلن ایتالوي، چې الوتکې یې د اتریش له وین الوتنه کړې؛ د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
دا پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې د ریان ایر لاودا شرکت الوتکه د تایفون د دوه جنګي الوتکو پر شوني ګواښ ودرول شوه.
ګاردین راپور ورکړی، چې د بریتانیا هوایي ځواک رادار ستیشن د ماښام شاوخوا اووه نیمې بجې وویل، چې دوه تایفون الوتکو د RAF کونیګسبي له قرارګاه والوتې او د ستانستید برهوای ډګر راڅرخېدلې.
دا په داسې حال کې ده، چې دیلي میل د ریان نایر د څرګندونو له مخې ویلي، چې دوی د یو شونې ګواښ خبرداری ترلاسه کړی.
د دغه شرکت یو ویاند ویلي: د شرکت د قواعدو سره سم، کپتان برتانوي چارواکو ته خبر ورکړ او د لندن په ستانستید هوایي ډګر کې راکښته شوه؛ الوتکه په عادي توګه راکښته شوه او مسافر تکسي لږ څه لیرې ولیږدول او بیا وین ته روان مسافر پرته له ځنډ بلې الوتکې ولیږدول.
مسافرو ویلي، چې پولیسو الوتکه محاصره کړه او بیا یې ټول د هوایی ډګر بلې برخې ته ولیږدول.
یوې مسافرې جوانا چکوسکا ویلي، پولیسو د الوتکې په تشناب کې د شکمنو توکو له موندلو وروسته دوه کسان ونیول.
پولیسو ویلي، چې دغه دوه کسان د وین په الوتکه کې راغلي وه او د تروریزم د قانون اوومې مادې له مخې ونیول شول.
