تازه خبرونه

پولیس دې له هېوادوالو سره د خامانو په توګه چلند ولري – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۳, ۱۴۰۲)

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د کندهار ولایت د پوليسو په روزنيز مرکز کې له فارغو پولیسو وغوښتل، چې پولیس ځواکونه باید له خلکو سره ښه چلند ولري او په ټولنه کې د نظام ښه استازیتوب وکړي.

ملا برادر زیاته کړې، امنیتي ځواکونه ستر مسوولیت لري؛ ځکه د ټول هېواد حاکمیت د دوی په لاس کې دی.

نوموړي دغو ځواکونو ته په خطاب ويلي، چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا بايد په سمه توګه خوندي شي او له خلکو سره دې ښه چلند وشي.

د کورنیو چارو وزارت یو شمېر چارواکو په دې مراسمو کې ویلي، چې دغه ځواکونه په داسې ډول روزل شوي، چې خلک له حکومت سره نږدې کړي او له اسلامي نظام څخه په ښه توګه ملاتړ وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قومندان امین جان فتحي ویلي: هغه څه، چې مو زده کړي؛ ټولنې ته وړاندې کړئ، د اسلامي نظام ښه استازیتوب وکړئ، د دوست او دښمن تر منځ توپیر وکړئ او د ساتنې او پلټنې پر مهال غفلت مه کوئ.

دغه راز په ننګرهار ولایت کې هم سلګونه امنیتي ځواکونه له روزنیز کورس څخه فارغ شوي دي.

دغو ځواکونو، چې مسلکي زده‌کړې یې ترلاسه کړي وايي؛ هڅه کوي هغه څه یې، چې زده‌ کړي د عمل په ډګر کې پلې کړي او د خلکو د خوندیتوب په اړه به هیڅ راز هڅې ونه سپموي.

یادونې وړ ده، چې د ننګرهار د پوليسو له روزنيز مرکز څخه ۴۳۰ پولیس او د کندهار د پولیسو له روزنیر مرکزه څه باندې اووه سوه پولیس فارغ او پر دندو ګومارل شوي دي.

Trending

Exit mobile version