تازه خبرونه
پومپیو د افغانانو د خبرو د پیل په مراسمو کې د ګډون لپاره د قطر دوحې ته سفر کوي
(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۳۹۹)
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر کوي او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل په مراسمو کې به برخه واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ د دې خبرو پیل د طالبانو او امریکا، امریکا او افغان حکومت د تاریخي هڅو پایله ده، چې د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹ پرې هوکړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانانو ترمنځ خبرې له اوونیو راپدیخوا ځنډول شوې وې.
دغه اعلامیه د پنجشنبې پر ماښام قطر ته د شپږ سخت دریځو طالب بندیان له لیږدولو یوه ګړۍ وروسته خپره شوې ده.
د دغو شپږو بندیانو برخلیک د افغانانو د خپلمنَي خبرو اترو د پیل لپاره یو خنډ و.
ټاکل شوې، چې د شنبې پر ورځ د افغانانو خپلمنځي خبرې د یو شمېر هېوادونو د استازيو په ګډون پرانستل شي.