تازه خبرونه

پوهنې وزارت د انلاین زدکړو طرحه وړاندې کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۳۹۹)

پوهنې وزارت ویلي، څرګنده نه ده، چې ګرځبندیز کله پای ته رسیږي او ښوونځي کله پرانیستل کيږي؛ ځکه مو  د انلاین زدکړو بدیله طرحه زدکوونکیو ته وړاندې کړه.

دغه وزارت څرګنده کړې؛ هغه زدکوونکي، چې انټرنټ ته لاسرسی لري، ورته یو ویب سایټ جوړ شوی او  ترې ښوونیز فلمونه ډانلوډولی شي.

د پوهنې وزارت چارسمبالی میرویس بلخي وایي، دا وبسایټ سر له ننه د لاس رسي وړ دی او ښوونیز پروګرامونه په غږیز او انځوریز ډول په کې ایښودل کیږي؛ هغه زدکوونکي، چې انټرنټ ته لاسرسی لري، له دې پروګرامه ګټه اخیستی شي.

میرویس بلخيزیاته کړې؛ د ښوونځیو مضامین په دوه برخو وېشل شوی (اجتماعي او ساینسي) چی ساینسي علوم له ۷ تر ۱۲ ټولگي لپاره زدکوونکي په کورونو کي پخپله لوستلې شي.

د پوهنې وزارت چارسمبالی دا راز په ډاګه کړې؛ په هغو سیمو کې، چې برښنا او انټرنټ نشته، محدود شمېر زدکوونکي را ټولیږي او روغتیایي موارد رعایتوي.

نوموړي ویلي، چی د پوهنې ټلویزیون له ۱۷ سټیدیوګانو څخه په ورځ کې ۹۰ لوستونه په فارسي او پښتو ژبو ثبتوي، چی له څېړنې وروسته د وبسایت او د ملي ټلویزیون له لارې خپریږي.

بلخي دا هم ویلي، که ګرځبندیز له څلور نیمې میاشتنۍ آزموینې ۱۵ ورځې مخکې لیرې شي له زدکوونکیو آزموینه اخیستل کیږي، له دې پرته ټول درسونه، چې زدکوونکي یې کورونو کې لولي د کال په وروستیو کې ارزول کیږي او ورته نمرې ورکوو.

Trending

Exit mobile version