بی بی سی پښتو

پوهنې وزارت: په غونډو کې د نجونو پر ترانو ویلو بندیز د وزارت پالیسي نه ده

Published

on

Last Updated on: کب ۲۵, ۱۳۹۹

د افغانستان د پوهنې وزارت د کابل ښار د پوهنې ریاست هغه پرېکړه چې له ۱۲ کلنو ډېر عمر لرونکې ښځينه زده کوونکې په عامه مراسمو کې ترانې نشي ویلای؛ خپلسرې پرېکړه بولي او وایي چې دا د وزارت رسمي دریځ نه دی.

د پوهنې وزارت په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې دوی د رسمی زدکړو سربېره په نورو هغو فعالیتونو کې چې د زده کوونکو وړتیا ورسره لوړېږي او د ناسمې ګټې اخیستنې سبب نه شي؛ د برخې اخیستنې ملاتړ یې کوي.

د ښوونې او روزنې یو شمېر فعالان بیا د پوهنې وزارت تازه دريځ د عامه غبرګون پایله بولي چې په خبره یې وزارت له خپلې کړې پرېکړې په شا شوی.

په دغه اعلامیه کې په روښانه توګه د کابل ښار د پوهنې ریاست هغه پرېکړه یوازې د کابل ښار د پوهنې ریاست نظر بلل شوی چې څو ورځې وړاندې یې په یوه سند کې ټولو ښوونځيو ته سپارښتنه کړې وه چې له ۱۲ کلنونو ډېر عمر لرونکې نجونې دې په عامه مراسمو کې ترانې او سرود نه وايي.

اوس د پوهنې وزارت ویلي دي یاد خپور شوی سند د دغه وزارت نظر، دریځ او یا هم رسمي پالیسي نه په ډاګه کوي.

د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي په دغه اعلامیه کې زیاته کړې چې دوی د ټولو ښځینه زده کوونکو د زدکړې حق او په هنري او کلتوري فعالیتونو کې د برخې اخیستنې لپاره د دوی د انتخاب ملاتړ کوي.

د کابل ښار د پوهنې ریاست پرېکړه د خلکو سربېره د ځينو ادارو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د زدکړو ملاتړو د (زه زما سندره یم) په نوم د هشټګ له لارې له یادې پرېکړې سره سخت مخالفت ښودلی.

Getty Images
د رپوټونو له مخې اوس درې لکه افغان نجونې د بریتانیا په مرسته ښوونځیو ته ځي.

دوی د اعتراض په ډول دا پرېکړه د مسؤلو چارواکو د سخت دريځي فکر زېږنده بللې.

حمیرا قادري چې د نجونو د زدکړو ملاتړې او د پوهنې وزارت پخوانۍ سلاکاره ده وايي، د پوهنې وزارت په بېړه او له سلا مشورو پرته د نجونو پر ترانو ویلو محدودیت لګولی وو چې د خلکو پراخو غبرګونونو یې بېرته دريځ بدل کړ. هغې بي بي سي ته وویل:

دا لومړی ځل نه دی چې د پوهنې وزارت په خپلو پرېکړو کې په بېړه او نا مسلکي عمل کوي، د پوهنې وزیره باید د خپلو کړنو ځواب ووايي. زه چې په دغه وزارت کې د کار تجربه لرم، داسې پرېکړې د وخت له وزیر سره له همغږۍ پرته هیڅ امکان نه لري. خو دا چې اوس له دې پرېکړې په شا شوي، باید ووایم چې نور افغانې ټولنې بدلون کړی او هیڅ وخت د داسې موضوعاتو پر وړاندې چپ نه پاتې کېږي. او دا دی دغه غبرګونونو اغېز هم درلود

د پوهنې وزارت تر اوسه دا نه ده روښانه کړې چې ولې بېرته له خپلې پرېکړې اوړي، خو دا چې دا پرېکړه یې د کابل ښار د پوهنې ریاست خپلسرې پرېکړه بللې، زیاته کړې یې ده چې په دې اړه به څېړنې کوي چې وروسته به یې شریکې کړي.

وړاندې دغه وزارت ویلي وو چې دا پرېکړه یې د زده کوونکو د کورنیو او زده کوونکو له نیوکو وروسته او د درسونو د زیاتوالي له امله کړې ده.

خو د دغه وزارت په پخواني مکتوب کې په هغو مراسمو کې نجونو ته د ترانې ویلو اجازه ورکړل شوې وه چې ټولې ګډونوالې یې ښځینه وي. د پوهنې وزارت له لورې په تازه خپره شوې اعلامیه کې پرته له دې چې د زده کوونکو عمر او جنسیت مشخص شي راغلي، دوی په ټولنیزو ډلو لکه د ترانې، څارندوی او سپورټي کلبونو کې د زده کوونکو د ونډې اخیستو ملاتړ کوي.

Trending

Exit mobile version