تازه خبرونه
پوهنې وزارت د انټرنټ په لیکه (آنلاین) د تدریس د پیلولو خبر ورکوي – د کرونا ویروس ګواښ
د کرونا ویروس چې په ټوله نړۍ کې خور شوی، افغانستان ته یې هم جدي خطر پیښ کړی دې. په افغانستان کې د دغه ویروس له وېرې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه رخصت دي، خو اوس د زده کوونکو لپاره په آنلاین توګه د تدریس کار پیل شوی دی.
په کابل کې وار له مخې یو شمیر خصوصي ښوونځيو د انټرنټ له لارې خپل تدریس پیل کړی دې، لکه څرنګه چې د امید افغان ترک ښوونځي دغه چاره پیل کړې ده.
د پوهنې وزارت وايي چې د آنلاین تدریس د پیلولو لپاره یې دوې کمیټې په کار ګومارلي دي. د دغه وزارت مسولین وايي چې تمه لري د وري په لسمه به د ښوونځيو زده کوونکو ته د آنلاین زده کړو زمینه برابره کړي.
په دغه برخه کې د لوړو زده کړو ځينو خصوصي موسسو هم ګامونه اوچت کړي او کوښښ کوي چې په آنلاین ډول خپل زده کوونکي په اکاډمیک چاپیریال کې وساتي او تدریس ورکړي.
هڅه مو وکړه چې په دې هکله د لوړو زده کړو وزارت نظر هم تر لاسه کړو، خو د پرلپسې اړیکو سره سره، بریالي نه شوو.