سوداگري

پي آی ای او کام ایر هوایي شرکتونه دې د ټکټونو بیې راټیټې کړي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۴۰۰)

د افغانستان د اسلامي امارت ملکي هوايي چلند ادارې د پاکستان پي آی ای او د هېواد کام ایر هوایي شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې د هوایي کرښو د ټکټونو دې راټیټې کړي او هغسې، چې په مخکیني حکومت کې وې؛ تنظیم شي.

سرچینې زیاته کړې؛ که اړوند شرکتونه د ټکټونو بیې بېرته راټیټې نکړي، الوتنې به یې بندې شي.

له دې سره هممهاله پي آی ای، ویلي، چې کابل ته به خپلې الوتنې سمدستي ودروي؛ خو نور جزیئات یې ندي ورکړي.

د یادو شرکتونو د هوایي کرښې ټکټونو بیې په تېرو دوه میاشتو کې په بې ساري توګه لوړې شوې دي.

سرچینې له خلکو غوښتي، چې که په دې اړه کومه سرغړونه وویني؛ نو خپله مستنده اندېښنه دې د افغانستان ملکي هوایي چلند ادارې ته وسپاري.

په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته پي آی ای یوازنی هوايي شرکت دی، چې افغانستان ته الوتنې کوي.

ویل کیږي، چې د اسلامي امارت واک ته له رسیدو وروسته د ټکټونو بیه ۲۵۰۰ ډالرو لوړه شوې ده.

Trending

Exit mobile version