تازه خبرونه

پېنځه نوي ښځینه بندیانې د افغانستان له زندانونو خوشې شوي- رولا غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد لومړۍ میرمن امریکا ته سفر کړی او د واشنګتن په اتلانتیک شورا کې یې د افغان میرمنو پرستونزو او فرصتونو خبرې کړي دي.

 میرمن رولا غني وایی، تر اوسه د ولسمشر په امر پېنځه نوي ښځې د افغانستان له زندانونو خلاصې شوي او د پېنځه څلویښت نورو بندیانو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.

رولا غني وایي؛ د ښځو له پاره د مرستې ځانګړی صندوق جوړ شوی او د افغانانو او نړیوالو مرستې به له دې لارې د زورزیاتي د کمولو په موخه ولګول شي.

میرمن رولا غني زیاته کړې، چې له ښځو سره د مرستو په هدف د جوړ شوي صندوق، له لارې به په بهر کې د میشتو افغانانو او نړیوالو مرستې په هېواد کې دننه ولګول شي، چې د ښځو په وړاندې زورزیاتی کم شي.

میرمن رولا د مخابراتي شبکو د فعالیتونو په ارزښت ټینګار وکړ او په ځانګړي توګه یې افغان بیسیم شرکت له دې کبله وستایه، چې ښځو ته یې په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې او په لیرې پرتو سیمو کې هغوی ته روغتیایی مشورې ورکوي

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد لومړۍ میرمن بهر ته د تلو کډوالو پر ژوند اندېښنه ښکاره کړې او له هغو سره یې د خواخوږۍ ډاډ څرګند کړی؛ خو ولسمشر غني تېره ورځ له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې له هېواده کډه کوونکي هېوادوال له خپل ملاتړ بې برخې ونومول.

خبریاله : ن.عظیمي 

Trending

Exit mobile version