تازه خبرونه

پېنځه پوځی اډې مو افغان ځواکونو ته سپارلي ـ پنتاګون

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۵, ۱۳۹۹)

د امریکا دفاع وزارت منلې، چې د دوحې د سولې تړون پر بنسټ یې په افغانستان کې له ۵ پوځي اډو ځواکونه ایستلي او افغان سرتېرو ته سپارل شوي؛ خو هڅې مو د افغان ځواکونو پر غښتلي کولو راڅرخي.  

د امریکا دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د دغو ۵ پوځي اډو مسوولیت افغان پوځیانو ته سپارل شو؛ خو پنټاګون په دې اړه نور جزئیات ندي ورکړي، چې یادې اډې د افغانستان په کومو ولایتونو کې دي.

پنتاګون ویلي، چې دغه راز د همدې تړون له مخې مو په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر هم شاو خوا ۸۰۰۰ ته راټيټ کړی دی.

د پنټاګون ویاند هافمن څرګنده کړې، چې امریکايي او ناتو ځواکونه به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان ځواکونو سره همکاري روانه ساتي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پېنځه پوځي اډې، چې په رسمي توګه له امریکايي پوځونو سره وې؛ افغان سرتېرو ته سپارل شوي دي او د امریکايي سرتېرو شمېر د اته زره شاوخوا ته راټيټ شوی دی. اوس مونږ د افغان ځواکونو په پیاوړي کولو متمرکز یو، نه په شمېر پورې. مونږ د خپل ځان د ساتنې او خوندیتوب لپاره لازم واکونه لرو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوولین وايي، چې د قطر د سولې هوکړې عملي کول د امریکا او طالبانو دواړو لپاره مهم دي.

مونږ سولې ته د رسیدو لپاره په خبرو توافق کړی دی. په دغه حالت کې دواړه خواوې د بریا احساس کوي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې ټاکل شوې، چې ټول امریکايي سرتېري په څوارلس میاشتو کې له افغانستان څخه بهر شي. اوس امریکايي چارواکي وايي، چې له افغانستان څخه  د پاتې شاوخوا اته زره سرتېرو وتل به د طالبانو لخوا د ژمنو په عملي کولو پورې تړلي وي.

Trending

Exit mobile version