سیمه ییز خبرونه
ځینې کړۍ د نوي کابل ښار د پروژې په وړاندې ستونزې را منځته کوي
د نوي کابل د پروژې په وړاندې ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د ستونزو د را منځته کولو په هڅه کې دي.
اسلم حجاب رپوت را کوي؛ شاوخوا اووه کاله کیږي، چې د نوي کابل ښار د پروژې لومړني کارونه پیل شوي، خو اوس هم نه ده معلومه، چې عملي کارونه به یې کله پیلیږي.
د كابل د نوي ښارد پروژي اجرائيوي رييس انجنیر غلام سخي حسن زاده وایي، که څه هم د دغې پروژې پر طرح او دیزاین میلیونونه دالر لگول شوي؛ خو اوس یې د کارونو په وړاندې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د ستونزو د را منځته کولو هڅې کوي.
ښاغلی حسن زاده له دولته غواړي، چې دغه پروژه له دغو ستونزو او ننگونو وژغوري.
د ده سبز ولسوالۍ یو شميراوسیدونکي وایي، د دغې پروژې د استملاک د مسالې له حل پرته به چا ته د کار د پیل اجازه ورنه کړ شي.
دوي د ځینو دولتي ادارو دا اقدامات هم غندي، چې په خپلسر په دې پروژه کې د ښارگوټو د کار د پیلولو هڅه کوي.
د یادوني وړ ده، چي په دې اړه د ښار جوړونې وزارت مسوولین څه نه وایي.
د نوي کابل د پروژې په تطبیق به شاوخوا درې میلیون وگړیو ته د استوگنې زمینه برابره شي” خو اوس نه ده معلومه، چې دغه پروژه به کله بشپړه شي.